د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

طالبان: د سيمې هېوادونه دې راسره پر اقتصادي او ګډو مسؤليتونو تمرکز وکړي


د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

د طالبانو حکومت د سیمې له هېوادونو غواړي چې یوازې پر اقتصادي او نورو ګډو مسوولیتونو ډېر تمرکز وکړي.

دا څرګندونې وروسته تر هغې وشوې، چې د ایران ولسمشر له طالبانو یو وار بیا د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د ایران د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په عکس العمل کې د طالبانو د حکومت یو ویاند وايي دوی په خپل حکومت کې ټولو قومونو او جهتونو ته ځای ورکړی دی.

ذبیح له مجاهد بېګاه له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې ډېر تمرکز دې پر اقتصادي مسایلو او همکاریو وکړي.

نوموړي وويل:"زموږ په حکومت او نظام کې د ټولو قومونو استازي شته، زموږ کابینه د ټولو قومونو له استازو جوړه ده. هغسې تقسیم بندي لکه په تېرو نظامونو کې چې د قومونو ترمنځ کېده، زموږ د ملي ګټو خلاف دي. موږ داسې څه نه شو کولی. بل له ګاونډیو او نورو هېوادونو هیله کوو، پر هغو مسایلو تمرکز وکړي، چې هغه زموږ ترمنځ ګډ مسوولیتونه دي. همکارۍ دي. اقتصادي راکړه ورکړه ده او د دوو هېوادونو ترمنځ اړیکې دي."

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي تېره پنج شنبه یو وار بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه.

رئیسي په هغه کنفرانس کې چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني هم حاضر و، په افغانستان کې د داسې حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه چې د ټولو قومي ډلو او سیاسي ډلو استازي په کې وي.

ایراني چارواکو تر دې مخکې هم له طالبانو په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو غوښتنه کړې وه.

نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره په څلورو اساسي شرطونو کې یو شرط د یوه ټولګډونه حکومت جوړول وړاندې کړی دی.

طالبانو په تېره اګست میاشت کې پر افغانستان د ولکې له بیا ټنګولو مخکې پر تېر حکومت په وار- وار د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو غږ کاوه.

ځینو انتقادکوونکو ویلي چې طالبانو لا هم داسې حکومت نه دی جوړ کړی، چې ټولې ډلې ټپلې، سیاسي بهیرونه او ان ښځې په کې خپل ځان وګوري.

دغو انتقادکوونکو ویلي طالبانو تر ډېره حتی پر مسلکي څوکیو هم خپل ملایان ټاکلي دي.

XS
SM
MD
LG