د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

لسګونه افغانانو د سپینې ماڼۍ مخې ته مظاهره وکړه


په امریکا کې د پاکستان د بريدونو په غبرګون د لاریونوالو انځور
په امریکا کې د پاکستان د بريدونو په غبرګون د لاریونوالو انځور

لسګونه افغانانو د سپینې ماڼۍ مخې ته مظاهره وکړه او له امریکا او ملګرو ملتونو یې وغوښل چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه جدي وګڼي.

پاکستان پر خوست او کونړ دا بریدونه د اپرېل په شپاړسمه وکړل چې ترڅ کې یې لسګونه ملکیان ووژل او ټپیان شول.

طالبانو هم دا بریدونه په کله وغندل او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د دغو بریدونو په تړاو امنیت شورا ته شکایت ثبت کړی دی.

پر خوست او کونړ د پاکستان د وروستیو بریدونو دادی اونۍ ووته، خو لا هم دغو بریدونو ته په ملي او نړیواله کچه غبرګونونه ښودل کېږي.

لسګونه افغانان پرون په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخته راټول او غوښتنه یې وکړه چې پاکستان سره باید د دې بریدونو حساب کتاب وشي.

د افغانستان د ځوانانو پخوانی معین کمال سادات هم د دغې مظاهرې ګډونوال و.

هغه وویل: "مونږ له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې پر افغانستان دا کوم تېری شوی دی، دا قضیه باید رسمیت پيدا کړي، دوی یې رسمي واخلي، یوه ورځ نه، دوه نه، بلکې عمري داسې مداخلې روانې دي. ایا بشري حقونه په نړۍ کې شته؟ هیومن رایټس واچ، بشري حقونه، هغوی څه وکړل؟ زمونږ ګیله وشي، باید د دې بریدونو پوښتنه وشي، له امریکا هم غواړو چې دې برخه کې باید جدي اقدام وکړي."

پاکستان د تېرې اونۍ د شنبې په سهار وختي پر خوست هوایي بریدونه وکړل چې ګڼو ملکیانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

په همغه مهال پر کونړ هم پاکستان برید وکړ، خو تر پایه دا ښکاره څرک ونه لګېد چې هوایي برید و او که توغندیز.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته وویل چې دغو بریدونو کې ۴۷ ملکیان ووژل شول او ۲۲ نور ټپيان شول.

د راپورونو په بنسټ د دغې پېښې قربانیان تر ډېره له وزیرستانه خوست او کونړ ته بېځایه شوي خلک وو چې هلته یې پناه وړې وه او مېشت شوې وو.

د واشنګټن د مظاهرې ګډونوالو پر طالبانو هم نیوکې وکړې چې ګواکې د پردیو په لمسون یې د نجونو ښونځي هم بند ساتلي دي.

د مظاهرې ګډونوالې سپوږمۍ مسعود وویل: "مونږ او تاسو تفسیر، فقه او د قرانکریم تجوید په ښونځیو کې زده کړل، مکتبونه باید خلاص شي، که مکتوبه خلاص نه شي او دا پلمې دوام پیدا کړي، دا په دې معنا ده چې د افغانستان ریښې او بنسټ ویجاړېږي، دا د بېګانه او اجنبیانو رهنمایي ده، د هغوی اشغال دی، دوی ( طالبان) خپل اختیار نه لري."

پاکستان پر افغانستان د خپلو هوایي بریدونو په تړاو ښکاره څه ونه ویل، خو ځینو پاکستاني رسنیو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله وویل چې د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه څېړي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو خپله اعلامیه کې بریدونو ته ښکاره اشاره نه وه کړې، خو په یوه ډول یې خپل بریدونه توجیه کړي وو، ځکه د دوی په ټکو پاکستان ته د افغانستان له خاورې عملاً ګواښ متوجه دی.

طالبان بیا وایي، خاوره یې د هېڅ چا په ضد نه کارېږي او دوی خبرداری ورکړی چې د پاکستان له خوا د ورته بریدونو تکرار به بدې پایلې ولري.

د طالبانو دفاع وزارت تېره اونۍ لا جدي غبرګون وښود او وې ویل، ځواکونه یې ډیورند کرښې ته څېرمه د ځوابي برید امر ته په تمه دي.

XS
SM
MD
LG