د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۲۰

افغانستان

يونېسف: پر افغان خاوره د پاکستان بريدونو کې ٢٠ ماشومان وژل شوي

د پاکستان جېټ الوتکې
د پاکستان جېټ الوتکې

په افغانستان کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي چې په خوست او کونړ کې د پاکستان له لوري په بمبارۍ کې ټولټال ۲۰ ماشومان وژل شوي دي.

د طالبانو او ځايي اوسېدونکو په وینا، د اپریل په ۱۶ مه په خوست کې د پاکستاني الوتکو په بمبارۍ کې تر ۴۰ ډېر او په کونړ کې ۶ تنه وژل شوي دي.

په افغانستان کې د یونسیف استازي محمد اګ ایویا پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "په خوست کې ۱۲ نجونې او ۳ هلکان وژل شوي خو په کونړ کې بیا ۳ نجونې او ۲ هلکان وژل شوي دي."

د ایویا په وینا دا ماشومان داسې مهال وژل شوي چې په خپلو کورونو کې ویده وو

نوموړي دا پېښه بوږنوونکې تراژیدي بللې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ملاله یوسفزۍ بروکسل ته د طالب چارواکو په بلنه انتقاد کوي

 د سولې د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړو فعاله ملاله یوسفزۍ، ارشیف
د سولې د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړو فعاله ملاله یوسفزۍ، ارشیف

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ بروکسل ته د طالب چارواکو په بلنه انتقاد کوي.

د نجونو د زده کړو فعالې اغلې یوسفزۍ د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې دغه ډول اقدامات یو خطرناک پیغام رسوي او هغه داچې یو رژیم چې افغان نجونې په سیستماتیکه توګه ځپي په عین حال کې یې د یو دیپلوماتیک شریک په توګه هرکلی هم کیدلای شي.

اروپايي اتحادیه وايي چې د طالبانو پلاوی یې د کډوالو د ستنولو په هکله تخنیکي خبرو لپاره بروکسل ته بللی دی.

رپوټونه وايي دغه پلاوی به د روانې جون میاشتې په ۲۲ یا ۲۳ بروکسل ته ورسیږي.

ملاله یوسفزۍ ټینګار کوي چې اوروپا نه ښايي له داسې یو رژیم سره د موافقې هڅه وکړي چې په ټکو یې په نړۍ کې د بشري حقوقو ترټولو ناوړه ناورین مسئول دی.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایران او امریکا ترمینځ دهوکړې  هرکلی کوي

افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ، ارشیف
افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایران او امریکا ترمینځ هوکړه یو مثبت ګام ګڼي او هرکلی یې کوي.

دبهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سه شنبې په ورځ کابل کې دافغانستان ، منځنۍ اسیا او اذربایجان دستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو د څیړونکو اوچارواکو غونډې ته وویل چې ایران او متحد ایالات له اوږدو خبرو وروسته توافق ته رسیدلي دي او که پرې عمل وسي نو دا یو مثبت عمل وي.

متقي وړاندې وویل کاشکې هغه توافقات او پریکړې چې له جنګ وروسته رامینځ ته کیږي ترجنګ مخکې ورباندې غور شوی وای او مسایل د خبرو له لارې حل سوي وای.

امیرخان متقي هیله څرګنده کړه چې توافقات عملي سي او دا به په سیمه کې یو مثبت پرمختګ وي.

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ پرون دوشنبې اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې د جګړې د درولو، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو، او د ایران پر بندرونو د امریکا د محاصرې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.

ایران هم تایید کړه چې هوکړه شوې او دلاسلیک مراسم به د جمعې په ورځ سویس کې ترسره شي.

کابل به د سه شنبې په ورځ دیوې سیمه ایزې غونډې کوربه وي

کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ، ارشیف
کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ ، ارشیف

افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو وزارت وايي کابل به د سه شنبې په ورځ دیوې سیمه ایزې غونډې کوربه وي چې په کې د منځنۍ اسیا او اذربایجان د ستراتیژیکو څیړنو د مراکزو یو شمیر چارواکي او سیاستوال ګډون کوي.

داخلي رسنیو او له دې جمله د طالبانو ترکنټرول لاندې ملي ټلویزیون د کورنیو چارو وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی چې په غونډه کې د سیمه ایز اتصال، ثبات، سوداګري ، انرژۍ ، ترانزیت ، پانګونې او د اقتصادي همکاریو په هکله خبرې کیږي.

ویل کیږي چې د افغانستان ترڅنک د ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغیزستان،تاجکستان اواذربایجان د ستراتیژیکومطالعاتو د مراکزو څیړونکي او سیاستوال په غونډه کې ګډون کوي.

کابل کې هغه تورن کس چې په موټر یې درې نجونې وهلي نیول شوی

کابل کې دلنډکرزور موټر لخوا د نجونو د وهنې د پیښې یو انځور
کابل کې دلنډکرزور موټر لخوا د نجونو د وهنې د پیښې یو انځور

کابل کې هغه تورن کس چې په لنډ کروزر موټر یې درې نجونې وهلي او ټپیانې کړې وې نیول شوی دی.

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند خالد زدران د دوشبنې په ورځ په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې پیښه ترتحقیق لاندې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نه دي ویلي چې دغه پیښه کله شوې ده.

خو د پیښې ویډیو تیره اونۍ په خواله رسنیو کې د ډیرو کسانو پام ځانته راواړوه.

په دغې ویډیو کې چې ظاهرا د امنیتي کامرو له خوا اخیستل شوې لنډکروزر موټر په ډیر سرعت دیوې ډلې نجونو لور ته چې په سړک روانې وي ورځې او هغوی لاندې کوي.

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام مشر: د نړیوالو مرستو کمیدو تر ټولو زیات ښځې ډیرې اغیزمنې کړې دي

د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام، ډبلیو ایف پي مشر وایي چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمیدو ترټولو زیات پرښځو ویجاوړونکی اغیزکړی دی. جان علییف له بي بي سره په مرکه کې چې د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۵ د دې پروګرام په ایکسپاڼه کې خپره شوې وویل: "مرستندویان له افغانستان څخه وتلي او اغېز یې په حقیقت کې پر ښځو او ماشومانو ډېر شوی، او دا ډېره ویجاړوونکې ده ځکه چې په ۲۰۲۱ کال کې نړۍ له افغان ښځو سره د نه ماتېدونکې پیوستون ژمنه وکړه، او نن په ۲۰۲۶ کال کې هماغه ښځې پوښتنه کوي چې هغه پیوستون اوس چیرته دی؟”

د علییف په خبره په بې وزلو کورنیو کې اکثره ښځې د خپل ځان په نسبت خپلو ماشومانو ته لومړیتوب ورکوي چې خواړه ورکړي او همداعلت دی چې د ماشومانو ترڅنګ په ښځو کې هم خوارځواکي زیاته شوې.

په عین حال کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، اوچا ویلي چې افغانستان د خوړو له یوه بحران سره مخ دی او په دې هیواد کې روان ۲۰۲۶ کال ۳،۷ ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

جاپان روان کال له افغانستان سره د پراختیایي پروژو په برخه کې ۳۵ ملیون ډالره مرسته کوي

د طالبانو د اقتصاد وزارت روان کال له افغانستان سره د پراختیایي پروژو په برخه کې د جاپان د ۳۵ ملیون ډالرو د مرستې خبرورکوي. په هغه بیان کې چې د یکشنبې په ورځ د دې وزات په ایکسپاڼه کې خپورشوی، ویل شوي چې دا خبره په افغانستان کې د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو د اقتصاد له وزیر قاري دین محمد حنیف سره په کتنه کې وکړه.

د بیان له مخې د چاپان سفیر ویلي چې هیواد به یې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې، د کوچنیو بندونو جوړولو، د اوبو د مدیریت او د کابل ښار د څښاک اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره د ۹،۳ میلیون ډالره مالي مرسته هم وکړي.

د جاپان د سفیر په خبره له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي هیواد یې د افغانستان له خلکو سره د ۵۶۰ ملیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړې دي.

پاکستان په یوه ورځ ۲۸۶۹ افغان کډوال وایستل

د افغانستان د کډوالو لوی کمېسیون ویلي، پاکستان د شنبې په ورځ ۲۸۶۹ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه کړي دي. همداراز ایران په همدې ورځ ۱۴۰ افغان کډوال د اسلام‌کلا او ورېښم پُل له سرحدي لارو بېرته هېواد ته را استولي دي.

د راپورونو له مخې، پاکستان د بې اسنادو افغانانو د ایستلو کمپاین ته دوام ورکوي، سره له دې چې بشري بنسټونه او د کډوالو د حقونو ملاتړي پرې اندېښنه ښيي. نړیوالې مرستندویې ادارې خبرداری ورکوي چې افغانستان د بېوزلۍ، بېکارۍ او د بشري مرستو د کمښت له امله د راستنېدونکو د لوی شمېر د جذب توان نه لري.

د پاکستاني چارواکو په وینا، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر راهیسې تر اوسه له ۱.۱۷۷ میلیونو ډېر افغان کډوال له دغه هېواده افغانستان ته ستانه شوي دي. د بشري حقونو سازمانونه خبرداری ورکوي چې ګڼ شمېر راستنېدونکي، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، خبریالان او پخواني دولتي کارکوونکي، له جدي امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخامخ کېدای شي.

په نیمروز کې له پاکستانه قاچاق کېدونکي درمل کشف شول

په نیمروز ولایت کې د طالبانو ګمرکي چارواکي وايي چې له پاکستان څخه دغه ولایت ته یې د دوه ټنه درملو د قاچاق کېدو مخه یې نیولې ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه له تېر کال راهیسي په ټپه درېدلې او د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې له پاکستان څخه به نور د درملو واردولو ته اجازه نه ورکول کېږي.

د طالبانو د نیمروز د فرعي ګمرکاتو رئیس ملا عبدالغفار محمود پرون (یکشنبه) کورنیو رسنیو ته وویل چې څه باندې ۲ ټنه درمل، چې په دووتویوتا موټرو کې له پاکستانه افغانستان ته وړل کېدل، د ګمرکي مسوولانو له لوري کشف او ضبط شول.

نوموړي زیاته کړې، چی په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.

تر دې وړاندې هم په نیمروز او هلمند ولایتونو کې په ځلونو له پاکستانه د درملو د قاچاق د مخنیوي خبرونه ورکړل شوي دي.

اوچا: سوېډن افغانستان ته څه کم ۳ میلیون ډالره بشري مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې سوېډن د افغانستان بشري صندوق ته ۲۸ میلیونه سوېډني کرونه، چې له نژدې ۲.۹۹ میلیونه امریکایي ډالرو سره برابرېږي، مرسته کړې ده.

اوچا د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۴مه) په اېکسپاڼه کې د دې مالي مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دغه ملاتړ به بشري مرستندویو بنسټونو ته دا توان ورکړي چې په ټول افغانستان کې بېړنیو اړتیاوو ته په چټکۍ ځواب ووایي.

د یادې ادارې په وینا، د سوېډن نوې مرسته به د هغو بشري شریکانو وړتیا پیاوړې کړي چې د بحرانونو په لومړۍ کرښه کې فعالیت کوي، څو د ناڅاپي بېړنیو حالاتو چاره وکړي او اړمنو خلکو ته سمدستي مرستې ورسوي.

دا مرسته په داسې حال کې اعلان شوې چې افغانستان لا هم له سترو بشري بحرانونو سره مخ دی او میلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

امنیت شورا سبا د یوناما د ماموریت د غځولو پر سر غونډه جوړوي

د امنیت شورا یوه غونډه
د امنیت شورا یوه غونډه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوشنبه د جون ۱۵مه د یوناما د ماموریت په تړاو غونډه دایروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما د کار موده د مارچ له ۱۷مې د جون تر ۱۷مې غځول شوې وه.

تمه کېږي چې د امنیت شورا په غونډه کې د یوناما د ماموریت د غځېدو په اړه پریکړه وشي.

د امنیت شورا په یاده غونډه کې به د یوناما مرستیاله جورجیت ګانیون د افغانستان په تړاو د راپور موندنې هم شریکې کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG