د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۰

د کندز دننه جومات کې د چاودنې له امله ٣٣ کسان وژل شوي او ۴۳ ټپیان دي


کندز کې د جومات دننه چاودنې انځور. October 8, 2021
کندز کې د جومات دننه چاودنې انځور. October 8, 2021

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، نن مازدیګر د کندز امام صاحب ولسوالۍ په یوه مسجد کې چاودنه شوې چې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

هغه وویل، په پېښه کې ۳۳ ولسي خلک چې ماشومان هم په کې دي وژل شوي او ۴۳ تنه نور ټپیان دي.

مجاهد دغه پېښه غندلې او عاملينو ته د سزا ورکولو ژمنه وکړه.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى منلى.

XS
SM
MD
LG