د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

په کابل کې ځان ته اور اچونکی کس مړ شو


ارشیف
ارشیف

په کابل د استقلال روغتون مسوولین وايي، هغه کس چې د همزنګ په څلور لارې کې ځان ته اور اچولی و تیره شپه په همدغه روغتون کې ومړ.

په کابل کې د استقلال روغتون مسئولین وايي، هغه کس چې د دوشنبې په ورځ د کابل په دهمزنګ سیمه کې ځان ته اور اچولی و تېره شپه په همدغه روغتون کې ومړ.

د دې روغتون سرطبیب ډاکټر جاوېد یوسف پور په دې اړه ازادي راډيو ته وویل، د مړه شوي کس د سوځېدنې فیصده ۹۵ و.

هغه زیاته کړه: "د دې لپاره چې د وجود د سوځېدولو فیصده یې ډېره و، تېره شپه ۱۱ بجې په ورغتون کې ساه ورکړه او هغه کسان چې د سوځېدو فیصدي یې ډېره وي د مړیني چانس یې ډېر دی."

د یاد روغتون د معلوماتو له مخې، مړ شوی کس سپین ګل نومېده او په کابل کې د چلهستون د سیمې اوسېدونکی و.

هغه ویډو ګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي په کې لیدل کېږي، چې یاد کس د کابل په دهمزنګ څلور لارې کې ځان ته اور اچوي او شاوخوا خلک هڅه کوي د خپلو دسمالونو په وسیله په هغه پورې، پورې شوی اور مړ کړي.

د سپین ګل د ځان وژنې لامل بې وزلي او ولږه ښودل شوې.

دا په داسې حال کې ده، له هغې وروسته چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول د ملګرو ملتونو د ورستیو شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د بې وزلۍ، لوږې او بیکارۍ کچه زیاته شوې، چې دغې چارې د کورنیو او نړېوالو سازمانونو اندېښې دوه چنده کړې.

که څه هم له یو شمېر بې وزله او له لوږې سره مخ افغانانو سره د نړېوالو لخوا بشري مرستې وشوې او دا لړۍ روانه ده، خو د مرستو د وېش په برخه کې د شفافیت نشتون بیا بله جدي اندېښنه ده، چې خلک ورته ګوته نیسي.

XS
SM
MD
LG