په کندهار کې د نساجې په نوم د نخي او پشمي فابریکو د بیا فعالولو هڅې پيل شوي.
یو مهال په دې فابریکو کې نږدې لس زره کسانو کار کاوه خو له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې يې دروازې تړل شوي دي.
بلخوا د کندهار د صنعت او کانونو خونه وايي، چې دولت دې په دې برخو کې له خصوصي سکټور سره په ګډه کار وکړي.
نور حال زمونږ د خبریال په راپور کې واورئ: