د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۱ کابل ۰۸:۳۵

اماني: په کور دننه او بهر د کندهار ارغند طبیعي صابون مینوال زیات شوي


په کندهار کي له طبیعي بوټو جوړ صابون چې اوس د افغانستان له مهمو توليدي محصولاتو څخه شمېرل کېږي تر نړیوالو بازارونو رسېدلی دی.

دغه صابون چې له انارو او نورو مېوو څخه جوړېږي د پوستکي لپاره ګټور ثابت شوی او اوس په امریکا او کاناډا کې ډېر ښه نوم لري.

دا صابون له طبیعي موادو څخه جوړېږي او له کېمیاوي موادو څخه په کې کار نه اخیستل کېږي.

د ارغند په نوم د صابون جوړولو دغه توليدي فابريکه اوس ۷ ډوله خالص طبیعي صابون، کریِم، باډي لوشن او د ورېښتانو روغن توليدوي.

د ارغند فابریکې مسؤل سید سرور اماني وایي، ټول توليدات يې طبیعي دي او د خپلو توليداتو د کيفيت لپاره له نباتي ګياو او کيمياوي بوټو څخه ګته اخلي.

د ښاغلي اماني په وینا، توليدات يې اکثره نړيوالو بازارونو په ځانګړې توګه امريکا، کاناډا او يو شمېر اروپايي مملکتونو ته ځي او ښه بازار لري.

په کندهار کې د ارغند صابون جوړولو فابریکه.
په کندهار کې د ارغند صابون جوړولو فابریکه.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ مخکې دا صابون امریکا کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو ته استوۍ، خو اوس دلې په افغانستان کې هم د دې صابون مینه وال زیات شوي او یو شمېر کسان يې خوښوي."

په کندهار کې د صابون جوړولو په دې فابريکې کې لسګونو نارینه وو او ښځو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

د ارغند فابريکې کارکونکي وایي، د خپلو توکو د توليد لپاره په طبیعت کې له پيدا کېدونکو توکو څخه کار اخلي او توليد يې ښه کيفيت لري.

د کندهار ارغند صابون باریکې کارکوونکي.
د کندهار ارغند صابون باریکې کارکوونکي.

د ارغند د فابریکي کارکوونکي صابر صالح وايي:

"موږ دلته ۷ ډوله صابون جوړوو، دا ټوله د طبیعي موادو څخه جوړېږي، زموږ لپاره بله ګټه داده چي د کار زمینه راته برابره ده."

د ارغند د فابریکې د صابون یوه ټوټه په افغانستان کې له ۴ تر ۶ ډالرو پورې پلورل کېږی، خو په نړیوال بازار کې بیا له ۲۰ تر ۳۰ ډالرو پورې خرڅېږي.

دغه صابون چې کاملاً افغاني تولید دی لکه څنګه چې ښایي هغه ډول په افغانستان کې ښه بازار نه لري.

راپور: محمدصادق رښتینی

XS
SM
MD
LG