د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

سوداګر او پانګوال: افغانستان بانک دې د زیاتو پیسو د ایستلو اجازه راکړي 


د افغانستان بانک
د افغانستان بانک

افغان سوداګرو او پانګوالو له افغانستان بانک څخه وغوښتل چې د هېواد د اقتصادي ستونزو د مخنیوي او د کاراوبار د جریان لپاره د زیاتو پیسو ایستلو ته اجازه ورکړي.

د طالبانو لاسته د کابل له لوېدو وروسته بانکونه او مهم سوداګري مرکزونه بند شوي، خو بانکونو په محدوده پیمانه فعالیت بېرته پیل کړی دی.

اوس عام خلک په اوونۍ کې ۲۰۰ ډالره یا ۲۰ زره افغانۍ له خپل حسابه ایستلی شي، خو شرکتونو ته اجازه ده چې په اوونۍ کې تر ۲۵ زره ډالرو پورې وباسي.

د افغانستان د سوداګري او پانګونې د خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي چې په ۲۵ زره ډالرو څوک تجارت نه شي کولی. د ده په وینا داسې سوداګر شته چې په میاشت کې تر لس میلیونه ډالره انتقالوي.

ښاغلی الکوزی وايي: "موږ داسې سوداګر لرو چې په میاشت کې د میلیونونو ډالرو واردات لري، داسې هم شته چې د یو میلیون واردات لري. دوی پیسو ته اړتیا لري او باید پیسې ورکړل شي."

د افغانستان د سوداګري او پانګونې د خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي چې په ۲۵ زره ډالرو څوک تجارت نه شي کولی.
د افغانستان د سوداګري او پانګونې د خونو مرستیال خان جان الکوزی وايي چې په ۲۵ زره ډالرو څوک تجارت نه شي کولی.

تر دې مخکې یو شمېر سوداګرو د پنجشنبې په ورځ په کندهار کې له طالبانو وغوښتل چې له بانکونو څخه په محدوده پیمانه د پیسو د ایستلو په برخه کې خپله پرېکړه بېرته واخلي ځکه چې ځینې سوداګر په خپلو حسابونو کې تر یو مdلیون ډالره زیاتې بیسې لري.

سوداګرو وویل چې په کافي اندازه د نغدو پیسو نشتوالی د دوی کاروبار خرابوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونو مرستیال ښاغلي الکوزي د سوداګرو بله ستونزه له یوه بانکه بل ته د پیسو انتقال وباله، ویې ویل چې ځینې بانکونه پیسې نه انتقالوي.

دی وايي، که بانک هومره پیسې چې د پانګوالو او فابریکه دارانو لګښت دی او یا سوداګر ته د مالونو د واردولو لپاره په کار دي، ورنه کړل شي کاروبار یې په ټپه درېږي.

خانجان الکوزی خبرداری ورکوي چې که اوسنی حالت بدل نه شي، دوې میاشتې وروسته به وضعیت له کنټروله ووځي او سوداګري به په ټپه ودرېږي: "که طالبان په دې پرېکړه بیا کتنه ونه کړي وضعیت به خراب شي، کاختي به راشي ځکه چې افغانستان تولیدات نه لري او په وارداتو چلیږي. واردات پیسو ته اړتیا لري."

ښاغلي الکوزي وویل، په هغو پیسو کې چې امریکا او د پیسو نړیوال صندوق کنګل کړي، دوه میلیارده د افغان سوداګرو دي، له حکومت سره تړاو نه لري نو باید ازادې کړل شي.

امریکا د افغانستان نهه نیم میلیارډه ډالره کنګل کړي دي.

XS
SM
MD
LG