یوه ورځ وروسته له هغه چې د اوکراین په لوېديځ کې روسیې راکټي حملې وکړې، د مارچ په ۲۷مه په لویف کې د تېلو په یوه زېرمه کې اور ولګېد.
دا پر اوکراین د روسیې د حملو له پیل راهیسې د اوکراین په لوېدیځ ښار کې تر ټولو د پام وړ برید ګڼل کېږي.
د اوکراین ځایي چارواکو ویلي چې د لویف په څنډو کې څلور توغندي ولګېدل او یوه بل برید تأسیساتو ته زیان واړاوه او لږ تر لږه پنځه کسانیې ټپیان کړل. لویف هغه ښار دی چې د پولنډ له پولې شااوخوا ۶۰ کیلومتره لیرې پروت دی او سلګونه زره بېځایه شوي اوکراینان ورغلي دي.
د بمباریو پر مهال د امریکا ولسمشر جو بایډن پولنډ ته پر سفر و چې د اوکراین د مدافعینو او پناه غوښتونکو څخه ملاتړ څرګند کړي او د ناټو غړو هېوادونو د خاورې د دفاع لپاره د ناټو پر هوډ ټینګار وکړي.
بایډن د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین "قصاب" بللی او خبرداری یې ورکړی چې هغه له یوې اوږدې جګړې سره مخامخ دی.
سپینې ماڼۍ د بایډن له پولنډه له وتلو وروسته وویل چې د امریکا د ولسمشر د خبرو هدف په روسیه کې د رژیم د بدلون غوښتنه نهوه.
د پوتین ویاند وروسته وویل چې د روسیې مشرتابه په بایډن پورې تړاو نهلري چې په اړهیې پرېکړه وکړي.
دمیتري پسکوف وویل، د روسیې ولسمشر روسانو انتخاب کړی دی.
په داسي حال کې چې په اوکراین کې د روسیې یرغل له سخت مخالفت سره مخامخ شوی دی، پوتین د مخالفینو او منتقدینو بېساري ځپنه پیل کړې ده.
نړیوالې ټولنې پر اوکراین د یرغل په غبرګون کې پر روسیه په مالي، سوداګریزه، د سفر او ډیپلوماټيکو برخو کې سخت بندیزونه لګولي دي.