روسیه وايي چې د اوکراین په جګړه کې یې ۱،۳۵۱ سرتېري له لاسه ورکړي دي.
روسیې وروسته له دې چې څه باندې درې اوونۍ مخکې یې پر اوکراین برید وکړ، دا لومړی ځل دی چې په جګړه کې د خپلو سرتېرو د مرګژوبلې شمېر اعلانوي.
د روسیې د پوځ جګپوړو چارواکو پرون په مسکو کې اعلان وکړ چې د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه پر اوکراین د روسیې له برید وروسته یاد روسي سرتېري وژل شوي او ۳،۸۵۰ نور ټپیان شوي دي.
دا شمېرې د تلفاتو له هغو شمېرو سره چې نورو اړخونو ورکړي دي لوی توپیر لري.
د ناټو یوه چارواکي د مارچ په ۲۴مه وویل چې د اوکراین په جګړه کې د وژل شويو روسي سرتېرو شمېر د ۷،۰۰۰ او ۱،۴۰۰۰ ترمنځ دی، خو د جګړې له دواړو خواوو د دې شمېرو بېپرې تأیید امکان نهلري.
همداراز د مارچ په ۱۶مه نیویارک ټایمز ورځپاڼې د چارواکو په حواله راپور ورکړ چې ویلیې د امریکا د استخباراتي اټکلونو له مخې د اوکراین په جګړه کې شااوخوا اووه زره روسي سرتېري وژل شوي دي.
د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو ستر درستیز د چهارشنبې په ورځ پر ټویټر خبر ورکړ چې له ۱۵ زرو زیات روسي سرتېري په دې جګړه کې وژل شوي دي.
روسي چارواکو له دې مخکې د مارچ په دوهمه ویلي و چې په جګړه کې د وژل شویو سرتېرو شمېر ۴۹۸ دی.