د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون د وارسا په سلطنتي ماڼۍ کې د وینا پر مهال د اوکراین جګړه په نړۍ کې د ډیموکراسۍ پر وړاندې یوه ننګونه او په اوکراین کې د روسیې پر ضد مقاومت د ازادۍ لپاره ستره مبارزه وبلله.
ښاغلي بایډن چې شااوخوا زرو کسانو ته وینا کوله، ټینګار وکړ چې کرملېن په روسیه کې دننه د ډیموکراسي د ځپلو هڅه کوي او په ګاونډیو هېوادونو کې یې له خطر سره مخامخ کوي.
هغه ډاډ ورکړ چې متحده ایالات به د اوکراین د خلکو په څنګ کې وي.
بایډن له واکه د ولادیمیر پوتین د لیرې کېدو غوښته وکړه او ویېویل چې پوتین په واک کې نهشي پاتې کېدای.
هغه پر پوتین تور ولګاوه چې د ناټو د مأموریت په اړهیې خلکو ته ناسم تصور ورکړی دی.
ښاغلي بایډن زیاته کړه: "دا جنایتکار غواړي د ناټو پراختیا ته د امپریال پروژې نوم ورکړي چې هدفیې ګنې د روسیې بېثباته کول دي. تر حقیقت هېڅ څه لوړ نهدي. ناټو یوه دفاعي ټلواله ده او هېڅکلهیې د روسیې د لهمنځه وړلو هڅه نهده کړې."
ښاغلي بایډن اروپا ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې د وینا پر مهال ټینګار وکړ چې پر اوکراین د روسیې یرغل یوازې د ناټو او لوېدیځ د لا پراختیا باعث شو.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د روسیې د یرغل په نتیجه کې په ختیځه اروپا کې د ناټو د سرتېرو شمېر هسې چې روسیې غوښتل کم نه، بلکې زیات شو.
بایډن پرون په وارسا کې د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دیمیتري کولېبا او له دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف سره هم وکتل. دا پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته له اوکرایني چارواکو سره د بایډن لومړنۍ کتنه وه.
بایډن مخکې له دې د پولنډ له ولسمشر اندرې دودا سره هم وکتل.