د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

اروپايي ټولنه: طالبان باید له نړیوال رسمیت پېژندنې مخکې د داخلي پېژندنې هڅه وکړي


ارشیف، د طالبانو بیرغونه
ارشیف، د طالبانو بیرغونه

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی وايي، مخکې تر دې چې د طالبانو حکومت په نړۍ کې په رسمیت وپېژندل شي، طالبان باید په خپل هېواد کې دننه د خپل حکومت د پېژندنې هڅه وکړي.

توماس نېکلسن دا خبره پرون (پنجشنبې) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړه.

ده وویل: "یو حکومت باید د خپلو خلکو له لوري وپېژندل او ومنل شي، وروسته د نړیوال رسمیت موضوع مطرح ده. هغه ګام چې دې لور ته پورته کېږي فکر کوم په ځايي کچه دیالوګ دی، خلکو ته غوږ نیول چې څه اندېښنه لري او له حکومته څه تمه لري؟"

طالبانو تر اوسه پورې د ښاغلي نېکلسن د څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې یې ویلي و چې پر ټول افغانستان حاکمیت لري او خلک‌یې ملاتړ کوي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلسن
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلسن

د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې استازي د اوونۍ په پیل کې په یوه ټویټ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د څرګندونو په ځواب کې ویلي و چې هېڅ حکومت یا حکومتي جوړښت باید پر افغانانو ونه‌تپل شي.

ده همداراز ویلي و چې په افغانستان کې دې د ښځو او نارینه‌وو په شمول ټولو ته په تصمیم نیولو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د انتالیا د دیپلوماسۍ فورم ته په وینا کې ویلي و چې د بهرنیانو د حکومت ماډل باید پر افغانانو ونه‌تپل شي.

توماس نېکلسن پرون همداراز وویل، اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د فعالانو د بې‌درکه کېدو، د رسنیو د سانسور او همداراز د غونډو د محدودیت په اړه اندېښنه لري.

ده هیله څرګنده کړه چې په افغانستان کې نارینه او ښځې کار وکړي او ټولو ته د زده‌کړو لاره هواره وي.

XS
SM
MD
LG