د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (پنجشنبه) په افغانستان کې په داسې حال کې خپل مأموریت تمدید کړ چې دا ځل افغانستان د طالبانو تر واک لاندې دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت د دې شورا د ۱۴ غړو په رایو تصویب شو. یوازې روسیې سپینه رایه ورکړه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۵ دایمي او غیر دایمي غړي لري.
د پرېکړهلیک له تصویبېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د ناروې استازې مونا جول وویل: "دا پرېکړه یو څرګند پیغام لېږي چې دا شورا په داسې حال کې چې افغانان له بېساري ننګونو او نامطمئن حالت سره مخامخ دي، د افغانستان د خلکو د ملاتړ د دوام لپاره د ملګرو ملتونو تر شا ولاړه ده."
ناروې پرېکړهلیک امنیت شورا ته وړاندې کړ او په ملګرو ملتونو کې یې استازې اغلې جول وویل، دا مأموریت نهیوازې د جنګځپلي افغانستان بشري او اقتصادي بحران ته د فوري ځواب ویلو لپاره، بلکې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګېدو هدف ته په رسېدو کې د شورا د ملاتړ لپاره مهم دی.
یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت د ملګرو ملتونو یو ځانګړی سیاسي مأموریت دی چې د تلپاتې سولې او پرمختګ د بنسټونو په ایښودو کې د افغانستان له دولت او ملت سره د مرستې لپاره تأسیس شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د بریتانیا استازې بابرا ووډوارډ وویل، د پرېکړهلیک تصویب به یقیني کړي چې یوناما د افغانستان ستونزو ته په ځواب ویلو کې د ملګرو ملتو په همغږۍ، کلیدي رول ته دوام ورکوي.
دې وویل، د طالبانو له واک ته رسېدو سره په افغانستان کې د ملکیانو مرګژوبلې کمې شوي، خو نوي حکومت ته پهکار ده چې وښيي سختدریځي ډلې نور په افغانستان کې وده او فعالیت نهشي کولای.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر جیفري دي لاورېنټس د پرېکړهلیک تصویبېدا د یوه مهم ګام په توګه وستایله، ویېویل چې امنیت شورا ته دنده سپارل شوې چې د افغانانو او نفوذ لرونکو نړیوالو ترمنځ دیالوګ ته لاره هواره کړي.