تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۵۶

افغانستان

ملګري ملتونه: د افغان ښځو له ګډون پرته ناممکنه ده چې ثبات ټینګ شي

کابل ښار
کابل ښار

ملګري ملتونه وایي، په ټولنه کې د افغان ښځو له فعال ګډون پرته به ناممکنه وي چې په افغانستان کې یوه تلپاتې سوله او ثبات ټینګ شي.

دا خبره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه اعلامیه کې کړې او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه ټینګ باور لري چې که افغان ښځې، په خپل هېواد کې په ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي چارو کې فعال ګډون ونه لري ناممکنه به وي چې افغانستان رغونې او یوې تلپاتې سولې او ثبات ته ورسېږي.

یوناما ویلي چې ملګري ملتونه د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړ دي ځکه هغوی په زړورتیا او استقامت د جنسیتي نابرابرۍ او تبعیض ترڅنګ د ډېرو بحرانونو له پایلو سره مخامخې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

له لیبیا څخه ۲۲ افغان بندیان خوشې او خپل هېواد ته ستانه شوي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس پرون (چهارشنبه) وویل، په لیبیا کې لږ تر لږه ۲۲ افغان بندیان د قاهرې په ښار کې د طالبانو د سفارت په همکارۍ خوشې او افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د راپور له مخې، هڅې روانې دي چې په لیبیا کې نور نیول شوي افغانان هم خوشې شي، خو د طالبانو چارواکو د خوشې شویو کسانو هویت او په دغه هېواد کې د پاتې افغان بندیانو شمېر نه‌دی څرګند کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د لیبیا ختیځې ادارې د اکټوبر په ۲۸مه د افغانانو او ایرانیانو پر ورتګ بندیز ولګاوه او د هغو کسانو د ایستلو اعلان‌یې وکړ چې د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په لیبیا کې کډوال له خپل‌سرو نیونو، شکنجې، انساني قاچاق او نورو جدي سرغړونو سره مخ دي.

رحمت شاه د ټېسټ کرکټ د توپوهونکو د نړۍ ۱۰ غوره لوبغاړو ته ورسېد

رحمت شاه ۷۳۵ نمرې لري.
رحمت شاه ۷۳۵ نمرې لري.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تجربه‌کار توپوهونکی رحمت شاه د کرکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي) د ټېسټ سیالیو د توپوهونکو په تازه درجه‌بندۍ کې په لومړي ځل د نړۍ ۱۰ غوره لوبغاړو ته داخل شوی دی.

رحمت شاه د زېمبابوې پر وړاندې د افغانستان د دوو ټېسټ سیالیو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ۱۷۳ منډې کړې وې.

نوموړي په دې لوبه کې خپله پنځمه ټېسټ سلیزه ووهله.

دغه لوبه د دواړو لوبډلو د لوړو منډو له امله مساوي پای ته رسېدلې وه.

د کرکټ نړیوالې شورا د نومبر د ۱۱مې د تازه درجه‌بندۍ له مخې، رحمت شاه ۷۳۵ نمرې لري.

ټاکل شوې د روسیې د صدراعظم مرستیال نن کابل ته لاړ شي

د روسیې صدراعظم اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک
د روسیې صدراعظم اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د روسیې صدراعظم اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک د یو جګپوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کوي.

د دې سفر هدف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې بلل شوې دي.

روسیه یوازنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت‌یې په رسمیت پېژندلی او ورسره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.

مسکو د تېر ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې طالبان د ممنوع ډلو له لېست څخه لیرې کړل.

د خوړو او کرنې سازمان FAO: افغانستان کې سلګونه زره بزګرې کورنۍ د خوړو او عاید د تامین لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري

ارشیف
ارشیف

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان FAO وايي په افغانستان کې څه دپاسه ۱ میلیون او ۷۲۵ زره بزګرې کورنۍ د خوړو او عاید د تامین لپاره بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې د چهارشنبې په ورځ ( د لړم په ۲۰مه) په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې افغانستان کې بزګران په ځانګړې توګه د کیمیاوي سرې د بیو له لوړ والي زیانمن شوي دي.

دغې ادارې مخکې ویلي وو چې افغانستان کې یې د اقلیمي بدلونونو په وړاندې د کرنې د پیاوړتیا لپاره د ۶ ملیونو ډالرو په ارزښت اروپايي اتحادیې سره یوه ګډه پروژه پیل کړې.

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډله د اسیا جام په نیمه پایلوبه کې هند سره لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ د نولسو کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو لوبډله
د افغانستان د کرکټ د نولسو کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو لوبډله

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډله د پنجشنبې په ورځ د اسیا جام په نیمه پایلوبه کې د هند له ټیم سره لوبه کوي.

د دې سیالیو چې د عمان پلازمېنه مسقط‌ یې کوربه دی، په بله نیمه پای ‌لوبه کې پاکستان او بنګله‌دیش سره مخ کېږي.

ټاکل شوې چې د سیالیو پای‌لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ ه ترسره کېږي.

افغانستان کې رسني رپوټ ورکوي چې د روسیې مرستیال صدراعظم د پنجشنبې په ورځ د کابل لیدنه کوي

د روسیې مرستیال صدراعظم الکسي اوورچوک
د روسیې مرستیال صدراعظم الکسي اوورچوک

افغانستان کې رسنیو نن چهارشنبې د بهرنیو چارو وزارت دمرستیال ویاند ضیاء احمد تکل له قوله رپوټ ورکړ چې د روسیې د صدراعظم اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک دیو لوړ رتبه اقتصادي پلاوي په مشری د پنجشنبې په ورځ د کابل لیدنه کوي.

ښاغلی تکل زیاتوي چې د دغه سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې دي.

روسي رسنیو د دغه خبر تر خپرویدو په دې هکله څه نه و ویلي.

روسیه یوازنی هیواد دی چې افغانستان کې یې د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی او ورسره نږدې سیاسي او اقتصادي اړیکې پالي.

مسکو د تیر ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې طالبان د ممنوع سازمانونو له لیست څخه لیرې کړل.


د ایران ولسمشر له چین سره د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د نښلولو غوښتنه کړې

ارشیف، د افغانستان او چین ترمنځ رېل پټلۍ
ارشیف، د افغانستان او چین ترمنځ رېل پټلۍ

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ د ترانزیټي دهلېز پر جوړولو او د چین د رېل پټلۍ له شبکې سره د هغه پر نښلولو ټینګار کړی دی.

د ایران د ولسمشرۍ د رسمي وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، پزشکیان د سې شنبې په ورځ «د لړم په ۱۹مه» په تهران کې د اوسپنې پټلۍ د ترانسپورټ نړیوال کنفرانس ته په استولي پیغام کې د هرات-مزار شریف د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د ایران او افغانستان ترمنځ د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه شاوخوا ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی لري چې د جوړېدو کار یې تر ډېره بشپړ شوی، خو تر هرات ښاره‌یې د غځولو کار لا پاتې دی.

ټاکل شوې د هرات-مزار شریف ترمنځ د شاوخوا ۶۵۷ کیلومتره اوږدې پټلۍ په جوړېدو سره افغانستان د ایران او چین ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په یوه مهمه ترانزیټي لار بدل شي.

د کرکټ د ۱۹ کلنو اسیا جام؛ افغانستان نیمه پای‌لوبې ته ووت

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډله
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډله

د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو نه کم عمره لوبډلې د اسیا جام په ګروپي سیالیو کې له درېیو پرله‌‌پسې بریاوو وروسته نیمه پای‌لوبې ته لار وموندله.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغان لوبډلې په خپل ګروپ کې مالیزیا، بنګله‌دېش او سریلانکا ته ماتې ورکړې او د درېیو لوبو په ګټلو سره‌یې د خپل ګروپ لومړی مقام خپل کړی دی.

ټاکل شوې افغان لوبډله سبا پنجشنبه د «لړم په ۲۱مه» د اسیا جام په نیمه پای‌لوبه کې د خپل سیال هند پر وړاندې ولوبېږي.

د دې سیالیو چې د عمان پلازمېنه مسقط‌یې کوربه دی، په بله نیمه پای‌لوبه کې به پاکستان او بنګله‌دیش سره مخ کېږي.

د دې سیالیو پای‌لوبه د لړم په ۲۳مه ترسره کېږي.

طالبانو د یوه پخواني امنیتي چارواکي الله ‌داد فدايي نیول کېدل تایید کړل

الله داد فدایي. انځور له ټولنیزو رسنیو
الله داد فدایي. انځور له ټولنیزو رسنیو

د طالبانو حکومت تایید کړه چې د جمهوریت د مهال امنیتي چارواکی الله ‌داد فدايي، چې د اعتراف یوه ویډیو یې په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، د دوی په توقیف کې دی.

د طالبانو د حکومت یوې سرچینې نن سې شنبې، د لړم په ۱۹مه، ازادي راډیو ته یوازې د نوموړي توقیف تایید کړ، خو په دې اړه یې نور معلومات ورنه کړل.

په دې وروستیو کې طالبانو ته نږدې رسنیو د الله ‌داد فدايي یوه ویډیو خپره کړې چې نوموړی پکې ظاهراً د طالبانو په بند کې اعتراف کوي چې د جنرال سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان له متحدې جبهې سره یې په لغمان او نورستان ولایتونو کې د طالبانو پر ضد د بریدونو پلان جوړ کړی و.

دا نده څرګنده چې له نوموړي څخه دا اعتراف په کومو شرایطو کې اخیستل شوی دی.

د افغانستان متحدې جبهې د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې منلې چې الله ‌داد فدايي د دې جبهې یو باوري قوماندان و، خو ټینګار یې کړی چې نوموړي تر اوسه د دوی په استازولۍ د طالبانو پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه نه وه اخیستې. د دې جبهې مشر جنرال سمیع سادات ویلي چې د فدايي د خوشې کولو لپاره به له ټولو ممکنه لارو کار واخلي.

الله ‌داد فدايي د جمهوریت پر مهال د څو ولایتونو امنیه قوماندان پاتې شوی او د نیول کېدو راپورونه یې د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې خپاره شوي وو.

د سکاټلنډ د کرکټ اداره وايي له افغانستان سره لوبې نه کوي

د افغانستان او سکاټلنډ یوه پخوانۍ لوبه
د افغانستان او سکاټلنډ یوه پخوانۍ لوبه

د سکاټلنډ د کرکټ ادارې اعلان کړی چې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوبو پرته له افغانستان سره نړیوالې سیالۍ نه کوي.

دغې ادارې پرون په خپله اعلامیه کې ویلي چې د بورډ مشرانو یې دا پرېکړه «د کرکټ په ورزش کې د ښځو او نجونو د ګډون او پرمختګ» تګلارې ته په کتو کړې ده.

«کرکټ سکاټلنډ» ویلي د افغانستان د کرکټ له ملي ټیم سره د کرکټ د نړیوالې شورا له لړیو پرته چې د یادې شورا د قوانینو او مقرراتو په اساس تنظیمیږي له هر ډول دوه اړخیزو، درې اړخیزو او تمریني لوبو ډډه کوي.

په بیان کې زیاته شوې تر هغو دا پریکړه پر ځای ده چې په افغانستان کې د ښځو د کرکټ او په لویه کې د بشري حقونو په وضعیت کې بدلون نه وي راغلی.

د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د نړۍ ځینو نورو ټیمونو له هغې ډلې اسټرالیا او انګلستان هم له افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو څخه ډډه کړې خو په نړیوالو جامونو کې یې لوبې ورسره کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG