د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

د طالبانو حکومت له افغانستانه بهر شخصیتونو د راستنولو په هدف کمېسیون جوړ کړ


د طالبانو حکومت رئيس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د دوی د کابینې یو شمېر نور غړي
د طالبانو حکومت رئيس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د دوی د کابینې یو شمېر نور غړي

د طالبانو حکومت وايي، له هېواده په بهر کې له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هېواد ته د هغو د راستنولو په هدف یو کمېسیون جوړ کړی دی.

د طالبانو حکومت د چارواکو په وینا د دغه کمېسیون د جوړېدو پرېکړه د رئيس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې په اوونيزه غونډه کې وشوه.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د ملت د یووالي او د هغو کسانو چې له هېواده بهر دي، د تماس لپاره یوې کړکۍ ته اړتیا وه چې دا کمېسیون به په دې برخه کې رول ولوبوي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه: "هدف دا دی چې د تماس او ارتباط یو کمېسیون وي او له هغو افغانانو سره تماسونه ونیسي چې له افغانستانه وتلي دي. دوی افغان شخصیتونه دي او هېواد ته‌یې راتګ ضروري دی. په دې هدف چې د افغانستان ملت یو واحد ملت شي او متحد ملت شي او ټول د یو بل په همکارۍ دې هېواد ته کار وکړو او نورو هېوادونو ته د افغانانو د مهاجرت او کډوالېدو ستونزه نوره حل شي. د دغه کار لپاره د تفاهم یوې کړکۍ ته اړتیا وه. د همدې لپاره داسې یوه کمېسیون ته ضرورت و."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

ظاهراً دا کمېسیون د هغو مشرانو د پخلا کولو لپاره جوړ شوی چې په تېر جمهوري نظام کې د نفوذ خاوندان وو او اوس اکثره د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو او ترکیه کې مېشت دي.

په دغه کمېسیون کې به چې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر مولوي شهاب‌الدین دلاور به‌یې مشري په غاړه لري، د بهرنيو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي، د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير ملا خیرالله خیرخواه، د استخباراتو لوی رئیس ملا عبدالحق وثیق، د امر بالمعروف سرپرست وزیر شېخ محمد خالد حنفي، لوی درستیز قاري فصیح‌الدین او د کورنيو چارو وزارت سلاکار محمد انس حقاني غړیتوب لري.

ښاغلی مجاهد وايي، دغه کمېسیون به چې لا په ابتدايي پړاوونو کې دی، هغو افغانانو ته چې خوابدي دي او له افغانستان سره د ارتباط او تماس نیولو لار نه‌لري، د ارتباط لاره هواره کړي.

د ده په وینا کمېسیون به ټولو ته بلنه ورکړي چې هېواد ته راستانه شي.

XS
SM
MD
LG