داسې مهال چې د طالبانو حکومت د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه کې په خپلې بېطرفۍ ټینګار کوي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سرپرست استازی نصیر احمد فایق ازادي راډیو ته مني چې پر اوکراین د روسیې د برید په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړې ته مثبته رایه ورکوي.
ښاغلي فایق تېره شپه ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې دا خبره تأیید کړه، خو ډېر جزئیاتیې ورنهکړل.
په دې سره افغانستان رسماً د هغو هېوادونو په ډله کې شاملېږي چې پر اوکراین د روسیې برید غندي، هر څه ژر له دې هېواده د روسي عسکرو د وتو غوښتنه کوي او له روسیې غواړي چې د کیف ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.
په اوکراین د روسیې د یرغل سره سم، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې د خپلې بېطرفۍ په حفظ سره د خبرو له لارې د دې شخړې په حل ټینګار وکړ.
اوس د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د نصیر احمد فایق دریځ د یوه شخص نظر بولي او وايي، د افغانستان استازولي نهشي کولای.
ښاغلی مجاهد زیاتوي: "هغه د افغانستان استازولي نهشي کولای. هغه د یوه شخص په توګه غږېدلی او خپل نظر یې ویلی. د افغانستان نظر دا نهدی."
افغانستان له دې وړاندې هم د لومړۍ او دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال په خپل بېطرفه سیاست سره د کوم قُطب ملاتړ نهو کړی.
خو ایا په اوسنۍ نړۍ کې چې د اړیکو او تړون موضوعات پهکې له هر څه وړاندې مطرح دي، بېطرفه سیاست ګټور دی؟
د باور غورځنګ مشر نجیب ازاد همدا پوښتنه ځوابوي: "په نړۍ کې دوه ستر قدرتونه او قطبونه دي، پخوا هم و، نن هم دي او سبا به هم وي. په داسې یو مهال کې هغه هېوادونه چې بېطرفي یې اعلان کړې وي، تل ډېر ځپل شوي وي. له دې هېوادونو لویو قدرتونو د خپلو ګټو لپاره عظیمه استفاده کړې ده."
پر اوکراین د روسیې د برید د غندنې پرېکړهلیک د اروپايي هېوادونو لهخوا د اوکراین سره په همغږۍ چمتو شوی او رأی اچونې ته به وړاندې شي.
د ملګرو ملتونو سازمان دوه په درېیمه برخه هېوادونه باید دې پرېکړهلیک ته مثبته رایه ورکړي. که څه هم دا پرېکړهلیک الزامي بڼه نهلري، خو د روسیې د لا ډېرې منزوي کېدو لپاره به زمینه برابره کړي.
د فرانسې خبري اژانس لیکي، د ملګرو ملتونو سازمان له ۱۹۳ غړو هېوادونو ۱۰۰ یې له دې پرېکړهلیک ملاتړ کړی او ځیني بیا غواړي ممتنع رایه ورکړي.