د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۳

ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي استازی: په یو شرط طالبانو سره خبرې کوم


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست او مستشار نصیر احمد فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست او مستشار نصیر احمد فایق

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست او مستشار نصیر احمد فایق ازادي راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې وایي، له نیږدې څلورو میاشتو راهیسې یې تنخوا نه ده اخیستې او د استازولۍ له ټولو کار کوونکو سره په ګډه د افغانستان لپاره کار کوي.

ښاغلی فایق وایي، ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکیني استازي غلام محمد اسحاقزي له استعفا وروسته او د قانون پر بڼست ځکه چې دی د دې استازولۍ مستشار و، د دې استازولۍ د سرپرست په توګه وټاکل شو، خو دی نه وایي چې ښاغلي اسحاقزي د څه لپاره استعفا کړې ده؟

نصیر احمد فایق وایي، له طالبانو او مقاومت جبهې له غړو سره اړیکه نه لري او نورو هېوادونو کې د افغانستان له یو شمېر ډپلوماټانو سره په ګډه مشوره کوي او دغه دنده مخ ته وړي.

خو ښاغلي فایق وه نه ویل چې د تېر نظام له کومو چارواکو سره په اړیکه کې دی؟: "د افغانستان اوسنی وضعیت روښانه دی، نو ځکه اړتیا نشته چې د خپل کار لپاره له کوم چا او یا له کومه ډلې لارښونه ترلاسه کړو. موږ هڅه کوو چې د خپل ولس غږ تر نړیوالو ورسوو، له یو شمېر ډپلوماټانو سره چې د افغانستان ملي ګتو ته ژمن دي، په ګډه مشوره کوو او دغه دنده مخته وړو."

هغه وایي، د طالبانو په اړه د ملګرو ملتونو لیدلوری روښانه دی، څو چې د طالبانو حکومت په کردار کې د ښځو او بشري حقونو په برخه کې پاملرنه وه نه کړي او د نورو وسله والو او تروریستي ډلو سره د مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه وانه خلي نو نړیواله ټولنه دوي په رسمیت نه پیژني.

ښاغلی فایق وایي، هڅه کوي افغانستان کې د اوسني بشري ناورین لپاره مثبت ګام پورته کړي: "له هغه مهاله چې ماته دغه دنده راسپارل شوې هڅه دا ده چې افغانستان کې د اوسني بشري وضعیت لپاره کار وکړم، زموږ هڅه دا ده چې د افغانستان اوسنی بشري وضعیت له سیاسي وضعیت پرته کنټرول شي او له افغانانو سره خلکو ته مرستې ور ورسوي."

ازادي راډیو له ښاغلي فایق څخه پوښتنه وکړه چې نېږدې څلور میاشتې مخکې ملګرو ملتونو کې د افغانستان مخکینی استازی غلام محمد اسحاقزی د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې ولې وینا ونه کړه، خو ښاغلي فایق د دې پوښتنې له ځوابه ډډه وکړه او ویې ویل ښاغلي اسحاقزی دغه پرېکړه د افغانستان د ملي ګټو لپاره کړې ده.

خو د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي وایي چې د ښاغلي فایق خبرې د هغه شخصي نظر دی او هغه ملګرو ملتونو کې د ټولو افغانانو استازولي نه کوي.

نېږدې یوه میاشت وړاندې کله چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي غلام محمد اسحاقزي له خپلې دندې استعفا وکړه، نو د دې استازولۍ مستشار نصیر احمد فایق د هغه ځای ناستی شو.

طالبانو سهیل شاهین ملګرو ملتونو لپاره د طالبانو د حکومت د استازي په توګه ټاکلی، خو د ملګرو ملتونو له لوري نه دی منل شوی.

XS
SM
MD
LG