د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

ملګرو ملتونو کې د افغانستان ناندریزه چوکۍ؛ طالبان بېړنۍ غونډه غواړي


د ملګرو ملتونو اسامبلۍ
د ملګرو ملتونو اسامبلۍ

د طالبانو د حکومت له‌خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته نوماند سهیل شاهین د دې سازمان د اعتبار کمېټې له مشرتابه غواړي چې بېړنۍ غونډه را وغواړي او دا چوکۍ دوی ته وسپاري.

ښاغلي شاهین ازادي راډیو ته په ټینګار سره وویل، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ د طالبانو د حکومت حق دی: "په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ د یوه داسې چا په لاس کې پاتې کېدل چې د افغانستان د خاورې په یوې برخې هم حاکمیت نه لري، په خپلو سره بې‌اعتماده دي او په یوه او بل د غبن او خیانت تورونه لګوي، خو بیا هم دا چوکۍ هغوی سره پاتې کېدل، دا د هېواد او ولس په حق کې لویه بې انصافي ده او د نافذه قوانینو او اصولو خلاف عمل دی."

د طالبانو د حکومت له‌خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته نوماند سهیل شاهین
د طالبانو د حکومت له‌خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ ته نوماند سهیل شاهین

سهیل شاهین زیاتوي، ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د تسهیل او همغږۍ لپاره د طالبانو اوسني حکومت سره عملاً تعامل لري او له دې پرته یې چاره هم‌نه‌شته، خو بیا هم دا چوکۍ دوی ته نه‌ سپاري.

ښاغلی شاهین داسې مهال دا غوښتنه کوي چې لا له وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په سر د مخکني حکومت د یو شمېر کړیو له‌خوا ناندرۍ روانې دي.

د فبرورۍ په څلورمه د مخکني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش وغوښتل، څو د نصیر احمد فایق پر ځای، محمد ولي نعیمي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ومني، خکه په خبره یې، د پخواني استازي د غلام محمد اسحاقزي د استعفا په مهال ولي نعیمي ناروغ و او نصیر احمد فایق ته د مؤقت وخت لپاره د چارو مسؤلیت سپارل شوی و.

خو ښاغلي فایق د دې کار په غبرګون کې ادعا وکړه چې د مخکني جمهوري نظام یو شمېر په فساد ککړو چارواکو هڅې پیل کړي چې د ده د عدالت او حق غوښتنې غږ ټپ کړي.

پرون بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ په ټویټرپاڼه ولیکل شول چې د ښاغلي فایق دا څرګندونې غیر مسولانه دي او ویې ویل چې د نصیر احمد فایق پر ځای محمد ولي نعیمي خپله دنده پیل کړې، خو ښاغلي فایق نن سهار ازادي راډیو ته رالېږلي پیغام کې لیکلي: "نه‌خیر، دا خبر حقیقت نه‌لري، ځکه د استازولۍ ټویټر د هغو کسانو له ډلې د یوه په لاس کې دی چې په دې دسیسه کې ښکېل دی. "

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی ادعا کوي چې د محمد اشرف غني د حکومت په فساد د ککړو او خاینو چارواکو د بانکي حسابونو د تړل کېدو او محاکمه کېدو د غوښتنې وروسته یې، د یو شمېر مخکنیو چارواکو له‌خوا پر ضد توطیې پیل شوي، څو د فشار او دسیسو په پایله کې د ده د حق او عدالت غوښتنې غږ غلی کړي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې محمد حنیف اتمر سره هم اړیکه ونیسي، خو بریالۍ نه‌شوه.

XS
SM
MD
LG