په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق وايي، د مخکني جمهوري نظام یو شمېر په فساد ککړو چارواکو هڅې پیل کړي چې د ده د عدالت او حق غوښتنې غږ ټپ کړي.
ښاغلي فایق تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه کې دا ادعا وکړه: "د اشرف غني د حکومت په فساد د ککړو او خاینو چارواکو د بانکي حسابونو د تړل کېدو او محاکمه کېدو د غوښتنې وروسته یې، د یو شمېر مخکنیو چارواکو لهخوا پرضد توطیې پیل شوي، څو د فشار او دسیسو په پایله کې د ده د حق او عدالت غوښتنې غږ خاموش کړي."
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي د خپلې خبرې د اثبات لپاره د مخکني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هغه لیک خپور کړی چې په کې یې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش غوښتي، څو د ښاغلي فایق پرځای، محمد ولي نعیمي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه ومني.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ته استول شوي لیک کې د ښاغلي اتمر له قوله لیکل شوي، د غلاممحمد اسحاقزي له استعفا وروسته، د هغه د مرستیال محمد ولي نعیمي روغتیا ښه نه وه، له همدې امله یې نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د سرپرست استازي په توګه ور وپېژانده، خو اوس چې ښاغلی نعیمي جوړ شوی، غوښتنه کوي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ مسوولیت ور وسپارل شي.
هغه څه چې نصیر احمد فایق یې د ځان پر وړاندې توطیه بولي.
ازادي راډیو له ښاغلي اتمره سره په دې اړه د خبرو هڅه کړې، خو د راپور تر خپرېدو پورې بریالۍ نه شوه.
که څه هم دا لیک د روانې فبرورۍ میاشتې په ۴مه نېټه استول شوی، خو لا ملګرو ملتونو په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.
خو ایا له حقوقي پلوه د مخکني حکومت چارواکي د دې صلاحیت لري چې د افغانستان استازي معرفي یا هم عزل کړي؟
د حقوقي مسایلو کارپوه سبحان مصباح وايي، د یوه حکومت د مشروعیت لپاره جغرافیوي حاکمیت، نفوس او واک بنسټونه دي چې د مخکني حکومت هېڅ چارواکی یې نه لري، ځکه له حقوقي اړخه له دې وروسته په دولتي چارو کې د لاسوهنې حق نهلري.
دی وايي: "د نړیوال حقوقي اړخه چې یو حکومت پرې په رسمیت پېژندل کېږي، تر ټولو مهمه موضوع حاکمیت دی. اوس دا خلک چې بهر کې دي، حاکمیت نهلري. دا له حقوقي، سیاسي او اخلاقي اړخه مشروعیت نهلري."
ازادي راډیو له طالبانو هم په دې اړه وپوښتل، خو ځواب یې ور نه کړ.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، دوی سهیل شاهین په ملګرو ملتونو د افغانستان د دایمي استازي په توګه معرفي کړ، خو ملګرو ملتونو و نه مانه او پخواني استازي غلام محمد اسحاقزي ته یې د کار د دوام اجازه ورکړه.
وروسته ښاغلي اسحاقزي هم استعفا ورکړه او سرپرست ځایناستی یې نصیر احمد فایق غوره شو.