د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۹

د جګړې نوی پړاو؛ جرمني او هالنډ اوکراین ته د ټانک او الوتکو ضد توغندي ورکوي


د اوکراین یو سرتیری
د اوکراین یو سرتیری

د جرمني حکومت ویلي، اوکراین ته د ټانک ضد ۱۰۰۰ او د الوتکو ضد ۵۰۰ سټینګر توغندي ورکوي، څو د روسیې د هوايي ځواکونو د حملو پر وړاندې خپله وړتیا لوړه کړي.

دا اقدام د اوکراین د جګړې په اړه د جرمني په پالیسۍ کې جدي بدلون ښيي.

جرمني همدا راز پرون (د فبروري په ۲۶مه) وویل، هالنډ ته اجازه ورکوي چې په جرمني کې جوړې د ټانک ضد لسګونه دستګاوې د اوکراین پوځ ته ورکړي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ وویل، د اوکراین اشغال یو مهم بدلون دی او اوس دوی دا دنده لري چې هر ممکن اقدام ترسره کړي، څو اوکراین د ده په وینا د پوتین د اشغالګر پوځ پر وړاندې خپله دفاع وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د جرمني د دې پرېکړې هرکلی کړی او ترې غوښتي یې دي چې خپل دې دریځ ته دوام ورکړي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ وویل، د اوکراین اشغال یو مهم بدلون دی
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ وویل، د اوکراین اشغال یو مهم بدلون دی

له دې مخکې د پولنډ صدراعظم ماتیو موراویڅکي پر لویدیځو هېوادونو له دې کبله انتقاد وکړ چې د ده په وینا له اوکراینه یې عملي ملاتړ ونه کړ او د روسیې پرضد یې داسې ملا ماتوونکي بندیزونه ونه لګول چې پوتین شاتګ ته اړ کړي.

ښاغلي موراویڅکي په ځانګړي ډول پر جرمني انتقاد وکړ چې اوکراین ته یې وسلې نه دي ورکړي.

همدا راز هالنډ پرون اعلان وکړ چې د کیف له غوښتنې سره سم به اوکراین ته دافع هوا او د ټانک ضد سیسټمونه ورکړي.

د هالنډ حکومت د دې هېواد پارلمان ته ویلي دي چې ۲۰۰ د الوتکو ضد سټېنګر توغندي او د پانسر فاوست یا اوسپنیز سوک په نوم د ټانک ضد ۵۰ دستګاوې به د هغو له ۴۰۰ توغندیو سره یوځای اوکراین ته واستوي.

ډېرو لویدیځو هېوادونو اوکراین ته د دفاعي وسلو استول پیل کړي دي او پر روسیې یې سخت اقتصادي بندیزونه اعلان کړي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG