محمد عثمان د اوکراین د جنوب په ادیسې ښار کې د افغانانو د ټولنې مشر له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپلو سترګو لیدلی حال او هغه احساس بیان کړی چې پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیله یې لیدلی.
ښاغلي عثمان له احمدتکل سره د مرکې په پیل کې هغه څه بیان کړل چې بېګا شپه ناوخته د ده د سترګو پر وړاندې تېر شول.
دا مرکه دلته واورئ:
-
احمد تکل
احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي.