د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

د لویدیځو اژانسونو په استناد د اوکراین د جګړې تازه  تحولات


د اوکراین پلازمېنه کیف
د اوکراین پلازمېنه کیف

روسیي او اوکرایني ځواکونه د پلازمینې کیف په لمنو کې په جګړه دي.اوکرایني چارواکو د پلازمینې له استوګنو غوښتې دي چې د ښار دفاع وکړي.

اوکرایني پوځیان وایي، د کیف په اصلي عمومي لاره روسي ځواکونو پر یوه پوځي مرکز برید وکړ چې حمله یې شاته وتمبول شوه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکرایني پوځیانو غږ وکړ چې له چارواکو واک واخلي او د سولې خبرو ته کښیني.

د اوکراین د ولسمشر ویاند په ټولنزو رسنیو کې ویلي دي چې اوکراین او روسیه د خبرو لپاره د ځای او وخت پر ټاکلو غور کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکرایني پوځیانو غږ وکړ چې له چارواکو واک واخلي او د سولې خبرو ته کښیني.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکرایني پوځیانو غږ وکړ چې له چارواکو واک واخلي او د سولې خبرو ته کښیني.

سپینې ماڼۍ ویلي، متحد ایالاتونه به د یوه بې ساري اقدام په ترڅ کې پر ولادیمیر پوتین او د هغه د بهرنیو چارو پر وزیر سرګي لاوروف بندیزونه ولګوي، اروپایي ټولنه او کاناډا هم ورته هڅه کوي.

کاناډا، متحد ایالاتونو، بریتانیا او اروپایي ټولنې ویلي دي چې دوی به روسیه د 'سوېفټ' په نوم له نړیوال بانکي سیسټمه بهر کړي.

سپینې ماڼۍ له کانګرسه غوښتي دي چې د بشري مرستو او امنیتي بحران لپاره دې شپږ اعشاریه څلور میلیارډه ډالر مرسته تصویب کړي.

اوکراین ویلي، تراوسه یې تر زرو ډېر روسي سرتیري وژلي دي. روسیې بیا له خپل لوري تر اوسه د تلفاتو شمېرې نه دي اعلان کړي.

ملګري ملتونه وایي، د ۲۵ ملکیانو د وژلو او تر سلو د ډېرو د ټپي کېدو پخلی کوي.

ناټو له اوکراین سره د وسلو د ورکولو ژمنه کوي او د اروپا په ختیځ کې نور پوځیان ځای پرځای کوي.

مسکو وایي، پوځیانو یې د پلازمېنې کیف په لمنو کې د هوسټومیل هوایي ډګر نیولی دی او هلته یې په پراشوتو کې عسکر ښکته کړي دي.اوکراین په دې سیمه کې د درنې جګړې خبر ورکوي.

ملګري ملتونه وایي، د اوکراین د جګړې له امله ښایي تر پنځه میلیونه پورې خلک بهر ته کډوال شي او تر اوسه پورې لږ تر لږه یو لک کسان له اوکراینه وتلي دي او اوکراین ویلي دي چې روسي جنګي بېړۍ د مالدوویا یوه کارګو کښتۍ چې کیمیاوي مواد په کې بار و او د مالدووا بیرغ پرې رپیده، له اودیسا سره نژدې ویشتلې ده.

XS
SM
MD
LG