د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۲۳

جو بایډن د ۲۰۲۲ کال دفاعي بودجه توشېح کړه؛ افغانستان لپاره څه په پام کې نيول شوي؟


ارشيف، کندهار کې يو شمېر امريکايي سرتېري December 13, 2001
ارشيف، کندهار کې يو شمېر امريکايي سرتېري December 13, 2001

د امریکا ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۲ کال هغه دفاعي بودجه توشېح کړه چې پر اساس‌يې په افغانستان کې د امریکا د نږدې ۲۰ کلنې جګړې د ارزونې لپاره یو کمېسیون ټاکل کېږي.

سپینې ماڼۍ پرون دوشنبه وویل چې ولسمشر بایډن د ۷۷۰ ميلیارده ډالرو دغه دفاعي بودجه چې مخکې د کانګرس دواړو جرګو تصویب کړې وه، لاسلیک کړه.

دواړو د استازو او مشرانو جرګو د روانې میاشتې په پیل کې په غوڅ اکثریت د دغې بوجې تصویب ته رایې ورکړې وې.

په تېرو کلونو کې په دفاعي بودجه کې به په میلياردونو ډالر د افغانستان د جګړې لپاره ځانګړي کېدل، خو دې ته په پام چې امریکا خپل ټول ځواکونه د روان میلادي کال د اګسټ میاشتې تر ۳۱مې پورې له افغانستانه وایستل او په دې هېواد کې یې نږدې ۲۰ کلنه جګړه پای ته ورسوله، دا ځل د دغې دفاعي بودجې پر اساس په افغانستان کې د امریکا د جګړې د ارزونې لپاره یو ځانګړی کمېسیون ټاکل کېږي.

د افغانستان د جګړې د ارزونې کمېسیون به له دواړو ګوندونو، جمهوري‌پالو او ډيموکراتانو جوړ ۱۶ غړي لري او د یوه کال په موده کې به خپل لومړنی راپور وړاندې کوي او نهایي به‌یې په درې کلونو کې بشپړوي.

ارشيف، هلمند کې يو شمېر امريکايي سرتېري
ارشيف، هلمند کې يو شمېر امريکايي سرتېري

دا کمېسیون به د افغانستان د جګړې په اړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه، یو بشپړ جاج اخلي او د راتلونکو عملیاتو لپاره به له دغې جګړې، د اخيستل شويو تاکتیکي او ستراتېژیکو درسونو سپارښتنې وړاندې کوي.

په عین حال کې د امریکا مرستیال ولسمشرې کمالا هارېس یو ځل بیا له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د خپلې ادارې د پرېکړې دفاع وکړه.

مېرمن هارېس له امریکایي سي‌بي‌اېس ټلوېزیون سره په هغه مرکه کې چې د تېرې یکشنبې په ورځ خپره شوه وویل: "دې حقیقت ته په پام چې دا یوه بې‌پایه جګړه وه، زه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو لپاره د ولسمشر د پرېکړې بشپړه دفاع کوم او زما په فکر دا مهمه خبره باید له یاده ونه‌باسو چې مخکېنۍ ادارې له طالبانو سره یو تړون کړی چې افغان حکومت ته‌یې اجازه نه‌وه ورکړې چې د خبرو د مېز تر شا یې کېني. دغه تړون غوښتنه کوله او دا یې یوه برخه وه چې موږ له افغانستانه د مې میاشتې تر وروستۍ نېټې ووځو."

د امريکا ولسمشر مرستياله کمالا هارېس
د امريکا ولسمشر مرستياله کمالا هارېس

د هغه تړون له مخې چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره وکړ، ټول امریکایي ځواکونه باید تر همدې نېټې یعنې د مې تر اخره پورې له افغانستانه ایستل شوي وی، خو ولسمشر بایډن دغه تړون ته د روان کال د اګسټ میاشتې په ۳۱مه عملي بڼه ورکړه.

په افغانستان کې د امریکا نږدې ۲۰ کلنه جګړه د تېرې اګسټ میاشتې په پای کې له دې هېواده د ټولو امریکایي سرتېرو په وتلو سره پای ته ورسېده او طالبان بېرته په افغانستان کې واکمن شول.

XS
SM
MD
LG