د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۷

بايډن ته د کانګرس د ځينو غړو ليک: د افغانستان کنګل شوې پانګه دې ازاده شي


د امريکا کانګرس یو شمېر غړي
د امريکا کانګرس یو شمېر غړي

د کابل خیرخانې کوتل ته څېرمه د کورنیو بې‌ځایه شویو په یو کمپ کې وړمه شپه یوه پنځه میاشتنۍ ماشومه د سړې هوا او سینه‌وبغل له امله مړه شوې دی.

کورنۍ يې وايي، له کندزه کابل ته کډه شوي وو او احتمال شته چې د سړې هوا له امله‌یې یو بل ماشوم هم مړ شي.

ثمر الدین چې د ۵ میاشتنۍ مړې شوې حسنات پلار دی او د اولاد غم ترې د خبرو توان اخيستی وايي، که چېرې وضعیت داسې روان وي، يو بل زوی يې هم چې سینه‌وبغل دی ښايي د سړې هوا له کبله مړ شي.

دی زياتوي: "یخ شو. ګېلم نه‌و. لرګي او زغال نه‌و. خوراکي توکي نه‌و. ډاکتر وړلو ته مو پیسې نه‌درلودې، کله چې واوره ورېده، زموږ خېمې چکک شوې وه."

خو دا ښايي یوازې ثمرالدین نه‌وي چې په سخت ژمي کې د ستونزو یادونه کوي، بلکې دغلته سلګونه نورې کډوالې کورنۍ هم شته چې له ورته برخلیک سره مخ دي.

ارشيف، کابل کې يو شمېر بې‌ځايه شوې کورنۍ
ارشيف، کابل کې يو شمېر بې‌ځايه شوې کورنۍ

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راوروسته اقتصادي ستونزې مخ په ډېرېدو دي.

بې‌کاري او بې‌وزلي خپل اوج ته رسېدلې او خلک په اقتصادي برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د کانګرس یو شمېر غړو تېره ورځ ناوخته ویلي افغانانو په تېرو ۲۰ کلونو کې د امریکا ترڅنګ مبارزه کړې، د قحطۍ او اقتصادي سقوط له ګواښ سره مخ دي.

د امریکا کانګرس دغو غړو د بایډن له ادارې غوښتنه کړې چې د افغانستان ګنګل شوې شتمني دې هم ازاده کړي او وړاندیز يې کړی چې دغه شتمني دې د ملګرو ملتونو یوې ادارې ته په واک کې ورکړل شي چې د افغان ښوونکو معاشونه ورکړي او افغان ماشومانو ته پرې خواړه برابر کړي.

خو د کانګرس دغو غړو ویلي نه‌غواړي چې د طالبانو له حکومت سره مرسته وشي، خو ټینګار یې کړی چې داسې لارې چارې شته چې امریکا له هغو څخه په استفاده کولای شي‌ د افغانستان له ناوړه سقوط څخه چې په نړیوالو مرستو متکي دی، په داسې شکل مخنیوی وکړي چې طالبانو ته مشروعیت ورنه‌کړل شي.

د کانګرس دغو غړو دا شان ویلي چې قحطۍ او د کډوالۍ کړکېچ د داعش خراسان څانګې لپاره په افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

د اقتصادي او سیاسي چارو کار پوه زمان ګل دهاتي وایي اړتیا ده چې طالبان د یو مسؤل حکومت په توګه اوسنی وضعیت کنټرول کړي.

ښاغلی دهاتي زياتوي: "ضروري ده چې نړیوال سیاسي اهداف له بشري موخو جلا کړي، نړیوال دې په څټکۍ افغانستان سره د اقتصادي او بشري مرستو لپاره ودانګي، د دې ترڅنک طالبان د یو مسؤل حکومت په توګه مسؤلیت لري چې نړۍ سره تعامل وکړي او د هغوی ځینې غوښتنې ومني او راکړه ورکړه وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام یا «WFP» ویلي تقریباً ټول افغانان په کافي اندازه خواړه نه‌لري او اقتصادي سقوط به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مخ په زیاتېدونکی ناوړه وضعیت افغانستان راتلونکي کال کې له یوه ناورین سره مخامخ کړي.

هرات کې يوه بې‌ځايه شوې افغان کورنۍ
هرات کې يوه بې‌ځايه شوې افغان کورنۍ

د دې پروګرام سروې ښیي چې تقریباً ۹۸ سلنه افغانان کافي خواړه نه‌لري او د هرو ۱۰ کورنیو له ډلې ۷ یې خواړه پوروي چې دا وضعیت دوی نور هم بې‌وزله کوي.

که څه هم طالبانو تازه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو له دې وړاندې يې ویاند ازادي راډيو ته ویلي و چې د اوسني اقتصادي بحران د مدیریت لپاره هڅې کوي او اړتیا ده چې د افغانستان کنګل شوې پیسې د امریکا له‌خوا ازادې شي.

XS
SM
MD
LG