په افغانستان کې د طالبانو حکومت له بیا پیل وروسته، د باختر خزانې د خوندیتوب په اړه هم پوښتنې او اندېښنې راپورته شوې دي.
دغه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې ټولنیزو رسنیو کې داسې انځورونه خپاره شول چې ګنې د باختر خزانې ځینې برخې په ایران کې دي.
خو د افغانستان د ملي موزیم رئیس محمد فهیم رحیمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د باختر خزانې دقیق ځای ونهښود، اما وایي دغه ملي پانګه په افغانستان کې دننه په یو خوندي ځای کې ساتل کېږي.
رحیمي وایي: "د باختر خزانې اثار د هغه مسلکي لید په اساس چې د افغانستان د ملي موزیم کارکوونکي یې لري، په هر ډول شرایطو او وخت کې خوندي وه او تر اوسه هم له نېکه مرغه مصونه او خوندي دي."
- خو ایا په اوس وخت کې افغانستان د باختر خزانې د ساتلو لپاره یو امن ځای کېدای شي او د طالبانو حکومت کولای شي د افغانستان له دغه ملي پانګې ساتنه وکړي؟
د افغانستان د ملي موزیم پخواني رئیس عمر خان مسعودي په تېر کې په څو ځلي رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په اوله دوره کې څو ځلې هڅه وکړه چې باختر خزانه ترلاسه کړي، خو بریالي نهشول.
اوس یو شمېر لرغون پېژندونکي او د پوهنتون استادان په دې باور دي چې طالبان د افغانستان د دې ملي پانګې ساتلو توانايي نهلري او اړتیا ده چې له دې وروسته د دې خزانې د ساتنې مسؤلیت یونېسکو ته وسپارل شي.
لرغون پېژندونکی او د پوهنتون استاد رحیمالله په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د باختر خزانې د خطر احتمال ډېر زیات دی. د دې لپاره چې له طالبانو همېشه د یوې ډلې په توګه یادونه کېږي، هغه ډله چې تر اوسه د نړۍ لهخوا د یو رسمي حکومت په توګه نهده پېژندل شوې. د دې ترڅنګ لیرې نهده چې دغه ډله په داسې اقداماتو لاس پورې کړي چې د افغانستان د خلکو له ملي ګټو سره په ټکر کې وي. موږ تېر وخت کې هم تجربه کړل چې طالبانو هڅه وکړه تر څو باختر خزانه ترلاسه کړي."
د پوهنتون یوه بله استاده رحیمه نعیمي وايي چې افغانستان تلپاتی امنیتي ټیکاو نهلري، نو له همدې امله باختر خزانه له ګواښ سره مخ ده.
اغلې نعیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت له ننګونو سره مخ شوی دی. د پایښتي ثبات لپاره ډېر وخت ته اړتیا ده او اوس ډېر احتمال شته چې باختر خزانه خوندي نهوي."
خو افغان لیکوال او فرهنګپال نجیبالله منلی وايي چې د خوندیتوب لپاره بل هېواد ته د باختر خزانې وړل د حل مناسبه لار نهده.
منلی زیاتوي: "د افغانستان اوسنی نظام د فرهنګي میراثونو د ساتنې له پلوه هغومره د باور وړ نهدی. دننه نظام کې داسې کسان موجود دي چې د لرغونو اثارو لهمنځه وړل ورته ویاړ ښکاري، په دې وضعیت کې ټول اثار، د افغانستان فرهنګ او تاریخ له ګواښ سره مخ دی."
طالبان د باختر خزانې د خوندیتوب او د ساتلو د څرنګوالي په اړه نظر نهورکوي، خو د طالبانو حکومت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیحالله مجاهد تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو حکومت ژمن دی چې د هېواد له تاریخي او لرغونو اثارو ساتنه وکړي.
مجاهد وویل: "اسلامي امارت متوجې دی. تاریخي اثار به هم ساتل کېږي او هم بهیې پالنه کېږي. د تاریخي اثارو له ضایع کېدو او ویجاړېدو به مخنیوی کېږي، موږ په ټول هېواد کې دې موضوع ته متوجې یو."
د افغانستان د تاریخي او فرهنګي اثارو د امنیت او خوندیتوب په تړاو اندېښنې له مخکې هم موجودې وې.
د طالبانو لاس ته د دغه هېواد له لوېدو نږدې ۱۰ میاشتې مخکې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر مخکېنیو غړو غوښتنه کړې وه چې باختر خزانه دې یو بل درېیم معتبر هېواد ته واستول شي او ټينګار يې کړی و چې دغه هېواد د باختر خزانې لپاره خوندي او امن هېواد نهدی او احتمال لري چې دغه ملي پانګه قاچاق شي.
باختر خزانه ۴۰ کاله مخکې په ۱۹۷۸ کال کې د جوزجان په طلا تپه کې ترلاسه شوه چې اوس په افغانستان کې د سرو زرو تاریخي ذخیره او د نړۍ د ۵ سترو خزانو په کتار کې راځي.
دغه خزانه په وروستیو کلونو کې د نړۍ په ۱۳ هېوادونو کې په ۲۹ نندارتونونو کې نندارې ته وړاندې شوه او د ۲۰۲۰ کال په لومړیو کې بېرته افغانستان ته راوړل شوه او افغانستان بانک ته وسپارل شوه چې ویل کېږي یو خوندي ځای کې وساتل شوه.
د باختر خزانه ۶ کیلو وزن لري. دغه خزانه ۴۸۵ اثره او ۲۱،۱۴۵ برخې ده چې ټولهیې سره زر نهدي، بلکې د فېروزې دانې او لاجورد هم پهکې شامل دي او عقیق هم پهکې کارول شوي دي.
دغه خزانه د تېر کال په ژمي کې د افغانستان په ارګ کې نندارې ته کېښودل شوه.