د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

رحیمي: چین به د ۲۰۱۸ کابل تر پایه د باختر خزانې د ۲۳۱ اثارو کوربه وي


د افغانستان لسګونه لرغوني اثار اوس‎مهال په چین کې دي او د دې هېواد په بېلابېلو موزيمونو کې نندارې ته وړاندې کېږي.

د افغانستان د ملي موزیم رئیس فهيم رحیمي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، چین به د ۲۰۱۸ میلادي کال تر پایه د افغانستان د باختر خزانې کوربه وي.

په‎دې وروستيو کې د چين يو شمېر رسنيو راپور ورکړ چې د افغانستان د لرغونو اثارو د خونديتوب لپاره چين پرېکړه کړې چې دا اثار په مؤقتي ډول په خپل دولتي موزیم کې وساتي.

خو د افغانستان د ملي موزيم رئیس د چين د رسنیو هغه راپور رد کړ چې ګواکې د امنيتي ستونزو له کبله د افغانستان لرغوني د باختر خزانه په دغه هېواد کې په مؤقت توګه ساتل کېږي.

فهيم رحيمي وايي، چين له افغانستانه غوښتي چې د افغانستان د لرغونو اثارو ننداره دې په هغه هېواد کې د دوو کلونو لپاره تمديد کړي، خو د افغانستان له‎خوا یې دا وړانديز رد شو.

ښاغلي رحيمي په‎دې اړه وويل:​

"له چين سره قرارداد د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړيو کې لاسلیک شو او د ۲۰۱۸ میلادي کال تر پايه دوام کوي. چين غوښتنه وکړه چې دا ننداره دې دوه کاله نور هم دوام وکړي، خو د افغانستان کابینې د دې قرارداد د دوو کلونو موده رد کړه او د افغانستان د لرغونو اثارو خزانه به په چین کې د یوه کال لپاره نندارې ته وړاندې شي."

د باختر خزانې لرغوني اثار له ۲۰۱۶ میلادي کال راهيسې په فرانسه، ايټاليا، هالنډ، امریکا، استراليا او جاپان کې نندارې ته وړاندې شوي دي.

ښاغلي رحيمي د افغانستان د لرغونو اثارو د خونديتوب په اړه ډاډ ورکوي او وايي:

"دا یوازې ۲۳۱ لرغوني اثار دي چې له ۷۰ زرو لرغونو اثارو څخه زيات اوس‎‌مهال د افغانستان په موزیم کې پراته دي. موږ یې خوندي ساتو او دا ۲۳۱ اثار هم ساتلی شو."

د افغانستان د ملي موزیم رئیس په نورو هېوادونو کې د افغانستان د لرغونو اثارو نندارتونونه د افغانستان د کلتور په ترويج کې ګټور ګام وباله او ویې‌ويل چې له‎دې لارې راتلونکي عوايد د دولت بودجې ته ځي.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، له هېواده دباندې د افغانستان د لرغونو اثارو د نندارتون ۴۰ فیصده عواید افغان حکومت ته سپارل کېږي.

XS
SM
MD
LG