پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره عدلي او قضایي ادارو کې عدالت ته د ښځو لاسرسی د تېر پرتله لا ستونزمن شوی دی.
دا هغه ادعا ده چې ډېری ښځې یې له امله شکایتونه لري.
یو شمېر هغه افغان ښځې چې حقوقي او جزایي دعوا ګانې لري، مدافع وکیلانې او څارنوالانې یې وایي چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره عدلي او قضایي ادارې فلج شوې دي.
دغه ښځې ادعا کوي چې دا مهال نهیوازې دوی، بلکې د ښځو په ګډون ډېری خلک عدالت ته لاسرسی نهلري.
یو له دغو ښځو چې د موضوع د حساسیت له امله نهغواړي نومیې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وایي چې کورنۍ حقوقي قضیه لري چې په محکمه او څارنوالۍ کې له نارینه څارنوالانو وکیل سره مطرح کولیې ورته ستونزمن دي.
دغه مېرمن چې نهغواړي د قضیې څرنګوالی یې په راپور کې ذکر شي، وايي د ښځینه څارنوالانو او مدافع وکیلانو نشتوالي یې ستونزې څو چنده کړې دي.
دا زياتوي: "د ښځینه وکیلانو په نشتون کې موږ نهشو کولای خپلې ستونزې په اسانۍ نارینهوو سره شریکې کړو، مخکې چې دا ښځینه وکیلانې وې د دې لپاره چې هغوی زموږ همجنسه وې خپلې ټولې ستونزې مو ورته ویلی شول، د اسلامي امارت په نظام کې زموږ غږو چپ کړل شو او له ډول حقونو مو بېبرخې شوو."
عدالت ته د ښځو د نهلاسرسي په اړه داسې مهال شکایتونه کېږي چې پر ټول افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر څارانوالان له افغانستانه وتلي، ځینې عدلي او قضایي ادارې تړلي او ځینو مدافع وکیلانو ته د فعالیت اجازه نهورکول کېږي.
هغه څه چې په دې وروستیو کې د ځینو مدافع وکیلانو له لوري یې په اړه اعتراضونه کېږي.
د افغانستان د ښځو د ځورونو او تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ مخکېنۍ مشرې نګینې خلیلي غوري چې دا مهال خپله هم له افغانستانه اروپا ته کډواله شوې، د دغو ستونزو د لاملونو په اړهیې ازادي راډیو ته وویل: "اوسمهال داسې اداره او ادرس نهشته چې ښځو ته د باور وړ وي او د طالبانو له لوري چې په څارنوالیو کې کوم کسان ګمارل شوي هغوی متخصص او مسکلي کسان نهدي ځکه دیني، حقوقي، د شرعیاتو او قضا برخې اړوند زدهکړې یې نهدي کړي، بلکې ډېری یې یوازې له دیني مدرسو فارغ شوي دي."
د مخکېني حکومت پر مهال په لویه څارنوالۍ کې د ښځو لپاره یوه مشخصه څارنوالي، د بشري حقونو کمېسیون د ښځو برخه، ستره محکمه کې د ښځو څانګه، د ښځو چارو وزارت او بېلابېلې نورې ادارې وې چې کولای یې شول ښځو سره د هغوی د حقوقي ستونزو په حل او عدالت ته د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي، خو د طالبانو په راتګ سره اکثره ښځینه دولتي کارکوونکې په کورونو کېنول شوې، د ښځو چارو وزارت په ګډون د ښځو اړوند ډېری ادارې او بنسټونه وتړل شول.
خو د طالبانو د حکومت چارواکو وړاندې ویلي چې د وخت په تېرېدو به سره به په ټولو ادارو کې د اسلام په چوکاټ کې ښځو ته هم بېرته د کار کولو زمینه برابره کړي.
د خوست ولایت د ولایتي شورا یوې پخوانۍ غړې زهرا جلال ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، که څه هم د تېر حکومت پر مهال عدلي او قضایي ادارو کې ستونزې وې، خو د ښځو د ستونزو د حل لپاره ډېر ادرسونه موجود وو.
جلال وایي: "په تېرو ۲۰ کلونو کې دومره حاکمیت موجود نهو چې هغه حقونه چې اسلام، اساسي قانون او مدني قانون ښځو ته ورکړي هغه دې ټول ښځې ترلاسه کړي، خو په نسبي اندازه ښه و لا اقل د دوی لپاره خو مشخصې ادارې او مدافعین موجود و چې عدالت ته د رسېدنې لپارهیې د دوی لاسنیوی کاوه."
- خو دا موارد اوس د طالبانو د واکمنۍ پر مهال څنګه حلېږي؟
طالبان په دې اړه څه نهوایي، خو ځینو افغان ښځینه مدافع وکیلانو ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې اوسیې طالبان فعالیت ته نهپرېږدي دوی د خپلو مؤکلینو د ستونزو حل لپاره نوې لارې لټولي.
يو له دې مدافع وکيلانو وايي: "اوسمهال موږ له خپلو مؤکلینو سره مخامخ په اړیکه کې نهیو، یوازې د ټیلیفون له لارې او یا د مجازي نړۍ له لارې اړیکې نیسو او دوی ته مشورې ورکوو، خو د مخکې په شان چې موږ وکړای شو دوی خپلو دفترونو ته راوغواړو، مخامخ ورسره وګورو، مشورې ورکړو، اوس هغه شان کار نهشو کولای ځکه چې زموږ دفترونه بند دي، موږ د کار حق نهلرو او موږ اجازه نهلرو چې دوی سره محاکمو ته ولاړې شو او د دوی حق وغواړو."
د دې تر څنګ ځیني نړیوال سازمانونه هم خورا اندېښمن دي چې افغان ښځې عدالت ته لاسرسی نهلري.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو برخې مشرې هیدر بار ازادي راډیو سره مرکه کې وویل: "هغه څه چې د اګسټ د ۱۵مې څخه د طالبانو لهخوا د واک اخیستو راهیسې پېښ شوي دا دي چې دا سيستمونه مکمل ویجاړ شول او لهمنځه ولاړل. ښځینه قاضیانې په هېڅ صورت خپلې دندې نهشي ترسره کولای او ډېری یې له هېواده تښتېدلې دي، نور یې د تېښتې هڅه کوي، خو نهدي توانېدلي. دوی خپل ژوند ته د ګواښ احساس کوي. هغه سيستمونه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپارهیې فعالیت کاوه لهمنځه وړل شوي دي، په بشپړ ډول له فعالیت څخه لوېدلي دي. ډېری امن خونې تړل شوې دي."
د طالبانو په راتګ سره له شپږمو ټولګیو لوړې افغان ښځینه زدهکوونکې له تعلیمه بېبرخې ګرځول شوې وې چې د طالبانو د معارف وزارت د تصمیم پر اساس دوی بې له ازموینې یو-یو ټولګی ارتقا شول، خو په عمومي توګه هغوی او د پوهنتونونو ښځینه محصلینو ته لا هم د تعلیم د دوام اجازه نهده شوې.
د ښځو د چارو فعاله او د ښوونځي ښوونکې شبنم نورزۍ له طالبانو غواړي چې ښځو ته د عدالت لاسرسی اسانه کړي: "طالبانو چې ویلي موږ تاسو ته امنیت راولو، دا خو هغه وخت شونی کېږي چې د یوې جرمي پېښې د څېړلو او رسېدنې لپاره څارنوال، مدافع وکیل، محکمه او قاضي موجود وي چې محاکم او څارنوالۍ د خلک پر مخ خلاصې شي، قاضیانې څارنوالانې او اداري کارکوونکې خپلو دندو ته راوګرځي ترڅو خلک وکولای شي خپل شکایتونه ثبت کړي او د قانون پر بنسټ قضیو ته رسېدنه وشي او هغه حقوق چې اسلام ښځو ته ورکړي د هغه ملاتړي واوسي."
هڅه مو وکړه د دغو اندېښنو او د طالبانو په حکومت کې د عدلي او قضایي ادارو د سیستم او دغهشان دا چې اوس مهال د کوم قانون له مخې د ښځو د قضیو په اړه فیصلې کېږي، د طالب ویاندویانو نظر هم واخلو، خو له څو ورځو انتظار وروسته هم نه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد او نهیې هم مرستیالانو احمدالله وثیق او بلال کریمي زموږ اړیکو او پیغامونو ته ځوابونه وویل.
خو ذبیحالله مجاهد د سترې محکمې د یو شمېر مأمورینو د هغو څرګندونو په غبرګون چې ازادي راډیو سرهیې کړي او ویلي وو ګوندې طالبانو دوی ته د کار اجازه نهده ورکړې، وویل چې عدلي او قضایي ادارې د خپلو چارو په سمبالولو بوخت دي چې وروسته د ښځو په ګډون ټول کارکوونکي خپلو دندو ته ورتلی شي.