د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

د اروپا د لویې وچې لسګونه هېوادونه د کرونا وبا د چټک سرایت له خطر سره مخ دي


مسئول سازمان صحی جهان یا دبلیو اچ در اروپا می گوید که ده ها کشور در منطقۀ اروپا با خطر سرایت سریع ویروس کرونا رو به رو استند.
مسئول سازمان صحی جهان یا دبلیو اچ در اروپا می گوید که ده ها کشور در منطقۀ اروپا با خطر سرایت سریع ویروس کرونا رو به رو استند.

په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د کرونا د مثبتو پېښو بیا زیاتوالي د روغتیا نړیوال سازمان اندېښمن کړی.

له څو اوونیو د کرونا یوه بله چټک خپرېدونکې بڼه په ځينو هېوادونو کې کشف شوې چې ورسره د کرونا د مثبتو پېښو ورځنی شمېر زیات شوی.

دا خبره د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر هنس کلو (Hans Kluge) پرون یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وکړه.

هانس کلوگه مسئول سازمان صحی جهان یا دبل
هانس کلوگه مسئول سازمان صحی جهان یا دبل

ده وویل: "د اروپا د ساحې په ۵۳ هېوادونو کې د کرونا د خپرېدو اوسنی سرعت د زیاتې اندېښنې وړ دی. د «کووېډ-۱۹» پېښې یو وار بیا د ریکارډ تر کچې رسېږي. چټک خپرېدونکې دېلتا بڼه په ټوله اروپا او منځنۍ اسیا سیوری غوړولی. موږ د وبا د بیا رامنځته کېدو په یوه خطرناکه موقعیت کې یو. اروپا یو وار بیا د کرونا وبا د خپرېدو له پلوه هغه ځای ته رسېدلې چې یو کال مخکې وو."

د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر دا خبرداری داسې وخت ورکړ چې په اوکرائین او روسیه کې دا څو ورځې د ریکارډ په کچه د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي. ورسره د مړینو کچه هم په بې‌سارې کچه لوړه شوې ده.

روسیې پرون د نږدې ۱،۲۰۰ کسانو مړینه راپور کړه. درې پرله‌پسې ورځ همدې حدودو کې خلک هلته مړه شوي. همداراز روسي چارواکو په ۲۴ ساعتونو کې په کرونا د څه باندې ۴۰ زرو کسانو د اخته کېدو راپور ورکړ.

روسیه دیروز مرگ نزدیک به ۱۲۰۰ تن را بر اثر ابتلا به کرونا ثبت کرد.
روسیه دیروز مرگ نزدیک به ۱۲۰۰ تن را بر اثر ابتلا به کرونا ثبت کرد.

د اوکرائین د روغتیا سکټور هم تأیید کړې چې هلته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۲۷ زره کسان په کرونا اخته شوي دي.

په ټوله کې د اروپا ختیځه برخه د لږ معافیت د ترلاسه کولو یا په‌کې د کمو خلکو د واکسينېدو له امله د کرونا د بیا اوج ته رسېدو له خطر سره مخ بلل شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د اروپا څانګې مشر هنس کلو په خپل پروني کنفرانس کې دا هم وویل چې که د کرونا وبا مثبتې پېښې همداسې په چټکۍ زیاتې شي، لیرې به نه‌وي چې د ده په خبره تر فبروري پورې نیم ملیون نور کسان د کرونا په خاطر له لاسه ورکړو.

اروپا تر څو دورو قرنطینونو او ښاربندیو وروسته دا وروستۍ درې میاشتې بندیزونه تر ډېره کم کړل، خو معلومه نه‌ده چې د کرونا د چټک خپراوي د مخنیوي لپاره بېرته پخوانیو بندیزونو ته ورګرځي که څنګه.

XS
SM
MD
LG