د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

یوه روسي چارواکي دغه هېواد کې د کرونا د نوې بڼې د پېژندلو خبر ورکړ


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په روسیه کې د کرونا ویروس له کبله په بې ساري ډول د مړینو د شمېر له زیاتېدو سره په یو وخت د دغه هېواد یوه روغتیايي چارواکي پرون پنجشنبه (د تلې ۲۹مه) د کرونا د یوې نوې بڼې د پېژندل کېدو خبر ورکړ چې تر ډېلتا بڼې هم ژر خپرېږي.

د روسي رسنیو د راپور له مخې، د روسیې د عامې روغتیا یوه جګپوړي متخصص کامل حافظ اوف وویل، احتمال شته د دې نوې بڼې کرونا د خپرېدو سرعت خورا زیات وي.

د ده په وینا، د کرونا دا نوې بڼه په دې وېروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر د پام وړ زیاتولی شي او دا احتمال شته چې د ډیلټا ځای ونیسي.

په روسیه کې څه باندې ۲۲۷ زره تنه له کرونا وبا مړه شوي چې د اروپايي هېوادونو په منځ کې تر ټولو ډېر دي.

XS
SM
MD
LG