د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

تېر سېپټمبر روسیه کې کوویډ-۱۹ ناروغۍ له ۴۴ زرو زیات کسان وژلي


ارشیف، د روسیې یو روغتون
ارشیف، د روسیې یو روغتون

په روسیه کې په تېره سېپټمبر میاشت کې له ۴۴ زرو زیات کسان د کووېډ-۱۹ او له دې ناروغۍ سره د اړوندو نورو عواملو له کبله مړه شوي دي.

د روسیې داحصاییې ادارې Rosstat پرون د اکتوبر په ۲۹مه نېټه دا اعلان وکړ.

له دې سره د کرونا وبا له پیله په روسیه کې د کووېډ-۱۹ له کبله د مړینو شمېر شااوخوا ۴۶۲ زره کسانو ته ورسېد چې دا په اروپا کې د دې ناروغۍ له کبله د مړینو تر ټولو لوړه شمېره ده.

د روسیې د حکومت د کرونا ضد ادارې پرون له دې مخکې د کرونا وبا له کبله د ټولو تلفاتو شمېر ۲۳۶۲۲۰ او د سېپټمبر میاشتې د تلفاتو شمېر ۲۴۰۳۱ تنه ښودلی و.

د حکومت منتقدان تور لګوي چې روسي چارواکي د کرونا وبا له کبله د مړینو شمېر ته لږ اهمیت ورکوي.

XS
SM
MD
LG