د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۳

پوتین روسیه کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره رخصتي اعلان کړه


د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین

د روسیې ولسمشر د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د عمومي رخصتۍ اعلان وکړ.

ولادمیر پوتین پرون چهارشنبه (د تلې ۲۸مه نېټه) په مسکو کې د کابینې انلاین غونډې ته وویل: "دا اوس ډېره مهمه ده چې د دې وبا هاغه د اوج مخه ونیول شي.د دې لپاره په اوسنیو شرایطو کې زه ستاسو د وړاندیزونو ملاتړ کوم چې د اکتوبر له دېرشمې د نوومبر تر اوومې نېټې عمومي رخصتي شي پرته له دې چې د مامورینو معاشونه وسوځي."

د سې شنبې د ورځې د شمېرو له مخې په روسیه کې یو زر اته ویشت کسان کووېډ- نولس ناروغۍ ووژل چې دا د دې وبا له پیله تراوسه تر بل هر وخت د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ډېر تلفات دي.

په روسیه کې د رسمي شمېرو له مخې تراوسه تر دوه لکه شپږ ویشت زره درې سوه پنځوس ډېر کسان کرونا وژلي دي چې دا شمېره په اروپا کې تر بل هر هېواد لوړه ده.

XS
SM
MD
LG