د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۸

چین ته د افغانستان د ځلغوزیو صادرات له سره پیل شول


آرشیف - میدان هوایی بین‌المللی کابل
آرشیف - میدان هوایی بین‌المللی کابل

نن یکشنبه ۴۵ ټنه ځلغوري د هوایي دهلېز له لارې چین ته صادره شوه.

د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، پر افغانستان د دوی له حاکمیت وروسته دا لومړی ځل دی چې ۴۵ ټنه ځلغوزي د هوایي دهلېز له لارې چین ته صادرېږي چې ارزښت‌یې یو میلیارد امریکایي ډالرو ته رسېږي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې رسنیو ته وویل، د روان کال له پیله په افغانستان کې له ۱۳ تر ۱۴ زره ټنو پورې ځلغوري تولید شوي چې له دې اندازې ۴۵ ټنه‌یې نن د کام ایر هوایي شرکت په همکارۍ د هوايي دهلېز له لارې چین ته صادره شوه.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "نن ۴۵ ټنه ځلغوزي چین ته صادر شوه، موږ به په کال کې له ۸ بیا تر ۱۰ زره ټنو د ځلغوزیو صادرات ولرو او موږ هڅه کوو چې د ځلغوزیو د قاچاق مخه ونیسو. موږ به له دې درکه یو میلیارد ډالر عاید ولرو."

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

په دغو مراسمو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مرستیال یونس مومند وویل چې اوس د ځلغوزیو د صادراتو لړۍ په خپله د افغانانو په مالي لګښت ترسره کېږي.

ښاغلی مومند وايي: "له پنځو-شپږو میاشتو راهیسې د صادراتو دا لړۍ درېدلې وه، خو موږ وکړای شول چې له کوم بهرنۍ مرستې پرته دا لړۍ بېرته پیل کړو. موږ د اسلامي امارت د سوداګرۍ او بهرنیو چارو له وزارتونو مننه کوو چې په دې برخه کې یې همکاري وکړه."

بهر ته د افغانستان د صادراتو لپاره هوایي دهلېز په ۲۰۱۷ کال کې د ګوښه شوي جمهور رئیس محمد اشرف غني د حکومت پر مهال رامنځته شو او د همدې دهلېز له لارې بهر ته په لومړي ځل په ۲۰۱۸ کال کې ځلغوزي صادر شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د معلوماتو پر بنسټ، په ۲۰۱۸ کال کې دو زره او ۷۰ ټنه، په ۲۰۱۹ کال کې یو زر و ۷۰۰ ټنه او په ۲۰۲۰ کال کې پنځه زره او ۵۰۰ ټنه چې په مجموع کې ۸ زره و ۱۰۰ ټنه ځلغوزي کېږي، له افغانستان څخه چین ته صادر شوي دي.

د افغانستان ځلغوزي
د افغانستان ځلغوزي

د طالبانو حکومت د چارواکو په وینا، په روان کال کې په افغانستان کې له ۱۳ تر ۱۴ زره ټنو ځلغوزي تولید شوي او په اوسط ډول به له اتو تر ۱۰ زرو ټنو چین ته صادر شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مسؤلینو په وینا، وړاندې تر دې له افغانستان چین ته ځلغوزي د امریکا د پراختیايي ادارې په مالي مرسته صادرېدل، خو دا ځل د افغان سوداګرو په شخصي لګښت صادر شوي دي.

XS
SM
MD
LG