د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

ولې افغانستان کې د ځنغوزیو بیې بې ثباته دي؟


په خوست کې سوداګر وايي ، دې ولایت کې د ځنغوزیو بیې لکه د اسعارو بیې ښکته پورته کیږي.
په خوست کې سوداګر وايي ، دې ولایت کې د ځنغوزیو بیې لکه د اسعارو بیې ښکته پورته کیږي.

په پکتیا، پکتیکا او خوست کې د ځنغوزیو سوداګر او کاروباریان وایي، د ځنغوزیو بیې لکه د اسعارو بیې هره شبېه ښکته پورته کېږي چې سوداګر یې زیانمن کړي دي.

ځنغوزي، هغه وچه میوه چې د بېو پورته کېدل او ښکته کېدل یې لکه د ونډو بازار هره شېبه بدلون مومي.

هغوی چې د دې مېوې سوداګري کوي، لکه د اسعارو نرخونه هره شېبه د دې مېوې بدلیدونکي بیې معلوموي او بیا پرې پېر و پلور کوي.

د نعیم په نوم د دې مېوې یو سوداګر د ځنغوزیو کاروبار د ارمان سودا بولي: "هغه یوه مشهوره خبره ده چې که ځنغوزي وکرې، هم ارمان به یې کوې، که یې ونه کرې هم ارمان به یې کوې، ځکه چې دا بیې داسې مختلفې غوندې دي، کله لوړيږي او کله ټیټیږي."

خو پوښتنه دا ده چې دغه میوه ولې لکه د نورو میوو او زیات شمېر توکو په څېر تر یوه وخته ثابت قیمت نه لري؟

په خوست کې سوداګر د ځنغوزیو د بې ثباته بیو په اړه اندېښمن دي.
په خوست کې سوداګر د ځنغوزیو د بې ثباته بیو په اړه اندېښمن دي.

د ځنغوزیو ګڼ سوداګر او کاروباریان دې پوښتنې ته ورته ځوابونه لري.

دوی وایي، سړې خونې نشته، نو له همدې امله ځنغوزیو ساتل وزن کموي او رنګ بدلوي چې له امله یې قیمت له ورځې بلې ته ټیټیږي، همدا راز بهرنيو هېوادونو ته د دې میوې پر صاداراتو محدودیتونه زیات دي او سږ کال یې حاصلاتو کې هم زیاتوالی راغلی چې ورسره د دې میوې قیمت نه یوازې د تېر کال پرتله نیمایي ټیټ شوی، په عین حال کې بې ثباته هم دی.

تېر هېر، خو نور دې افغان حکومت دوی له داسې سوداګرۍ وژغوري چې د نن ورځې قیمت په کې په سبا ورځ له نیمایي را ښکته وي

بهرام خان ځدراڼ د ځنغوزیو بل کاروباري دی وایي، څو ورځې وړاندې د دې مېوې قیمت هغه مهال ۶۰ سلنه پورته شو چې خلکو چین ته د دې مېوې د صادرولو په اړه د هوایي پروازونو د پیلېدو تشه اوازه واورېده.

بهرام خان د اوسنیو بیو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "فې الحال خو بیه یو لک پاکستانۍ روپۍ وه، اوس د پرواز لپاره شلم تاریخ ورکړی، بېرته لک لوړ شوی دی، خالي اوازه ده، یو لک شپېته زره کلدارې یې بیه ده، پنځوس زره افغانۍ راځي یو من یعنې ۲۵ کیلو ګرامه."

چین ته د هوايي دهلیزونو د بندېدو او دا چې کله به بېرته په رسمي ډول پیل شي؟ دا هغه پوښتنه ده چې له تېرو لسو ورځو راهیسې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند ازادي راډیو ته ځواب نه دی ورکړی.

د ځنغوزیو بې ثباته بیو یو شمېر سوداګر میلیونونه افغانۍ زیانمن کړي.

سوداګر وایي، تېر هېر، خو نور دې افغان حکومت دوی له داسې سوداګرۍ وژغوري چې د نن ورځې قیمت په کې په سبا ورځ له نیمایي را ښکته وي او یا هم برعکس پورته تللی وي.

سوداګر د ستونزې د هواري لپاره یو لاره د ځنغوزیو د ساتلو لپاره د سړو خونو موجودیت بولي.

چارواکي وايي خوست کې د ځنغوزیو لپاره سړه خونه نشته
چارواکي وايي خوست کې د ځنغوزیو لپاره سړه خونه نشته

دوی وايي، که سړې خونې واوسي، سوداګر به د میوې د خرابېدو وېره نه لري او د نرخونو د خرابۍ په صورت کې به ځنغوزي وساتلی شي.

د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د افغانستان د ځنغوزیو یوه لویه برخه تولیدوي.

د ځنغوزیو د سوداګرو د ستونزو د هواري او د سړو خونو د اړتیا په اړه د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل: "خوست کې د ځنغوزیو لپاره سړه خونه نشته او ځنغوزي هم دلته زیات نه پاتېږي، بلکې کابل او بیا نورو هېوادونو ته انتقالېږي، د پروسس لپاره یې موږ په صنعتي پارک کې فابریکې په نظر کې نیولي، څو سوداګر په کې پانګونه وکړي."

افغان جمهور رئیس اشرف غني د ۱۳۹۷ میلادي کال د لړم په ۱۵مه نېټه، چین ته د ځنغوزیو د صادراتو لپاره رسماً د یو هوايي دهلیز پرانېسته وکړه او هغه مهال یې اعلان وکړ چې د لړم په ۱۵مه به هرکال د ځنغوزیو د ملي ورځې په توګه نمانځل کېږي.

جمهور رئیس غني او حکومت یې همدارنګه خوستیانو سره جرمني او نورو هېوادونو ته هم د ځنغوزیو د صاداراتو د پیل او د دې وچې مېوې د صادراتو د ښه او معیاري کولو په برخه کې په کوردننه د پانګونې ژمنې هم کړي دي.

خو د خوست د ځايي چارواکو له څرګندونو او په پکتیا او پکتیکا کې د دې میوې د سوداګرو له ستونزو ښکاري چې حکومت تر اوسه کړې ژمنې نه دي عملي کړي او ښايي کلونه نور وخت هم ونیسي چې د ځنغوزیو سوداګر په کور دننه معیاري سړې خونې او د پروسس منظمې فابریکې ولري چې بیا به د دې میوې قیمت د اسعارو د بیو په څېر هره شېبه بدلیدونکی نه وي.

ددې راپور غږیزه بڼه هم د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:48 0:00

XS
SM
MD
LG