د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

په خوست کې د جلغوزیو د پروسس فابریکه او مارکېټ جوړېږي


په خوست کې د خصوصي سکټور لخوا د دوه میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه د جلغوزیو د پروسس د فابریکې او مارکېټ د جوړولو کار پیل شو.

د چارشنبې په ورځ د جلغوزیو د پروسس فابریکې او مارکېټ د بنسټ ډبرې د کېښودو په ځای کې د خوست والي حکم خان حبیبي ازادي راډيو ته وویل چې یاده فابریکه به د شپږو میاشتو په موده کې د خصوصي سکټور په پانګونه جوړه او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي.

د خوست والي د هغو خوستیو پانګولو مننه وکړه چې په دې برخه کې دې سرمایه ګزارۍ جرئت کړی دی.

حکم خان حبیبي زیاته کړه:

"د جلغوزیو د پروسس فابریکه او مارکېټ د ډبرې د کېښودو شاهد یو، دغه قابریکه به د شپږو میاشتو په موده کې د دوه میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت باندې د خصوصي سکټور او خصوصي تشبث په نتیجه کې جوړیږي، زه په دې برخه کې له هغو خلکو چې پانګونه يې کړې ده، د ولایتي ادارې په استازیتوب د زړه له تله مننه کوم، په ټولو ملي پانګوالو غږ کوم چې دوی کولای شي په ازادانه توګه او په جرئت سره په خوست کې پانګه اچونه وکړي."

په خوست کې د ځنغوزیو د یوې اتحادیې مشر وايي چې دوی پخوا یوازې په پاکستانیو سوداګرو ځڼغوزي پلورل، خو په دې فابریکه کې د معیاري پروسس او اساسي دسته بندۍ له لارې به دوی نړیوالو مارکېټو ته لاره پیدا کړي او د افغانستان له لارې د ځنغوزیو صادرات به د افغانستان او سوداګرو د اقتصاد په پیاوړتیا کې ښه رول ولري.

شهزاده ځدراڼ زیاتوي:

"زموږ نه پاکستاني سوداګر جلغوزي یو کیلو په ۷ یا ۸ ډالره اخلي، خو دوی يې په خپل نوم بهر ته په ۲۵ تر ۳۰ ډالرو پورې صادروي، موږ په دې اړه د عربستان، هند او چین له تجارانو سره غږیدلي یو، په دې سره به موږ بهر ته په اول لاس صادرات کوو."

د یادونې وړ ده د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایت یو شمېر غرونه په طبعي ډول د ځنغوزیو ونې لري چې له دې لارې هر کال سلګونه ټنه ځنغوزي په غیر قانوني توګه له هېواده بهر صادرېږي، د اقتصادي چارو کار پوهان په خوست کې د ځنغوزیو د پروسس او دسته بندۍ د فابریکې جوړول افغان حکومت او خصوصي سکټور ته په ګټه بولي.

XS
SM
MD
LG