د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۹

افغانستان کې د کلدارو او تومانو یو وار بیا استعمال د خلکو اندېښنې راپارولي


د افغانۍ او پاکستاني کلدارو تبادله
د افغانۍ او پاکستاني کلدارو تبادله

په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د پاکستاني روپیو او ایراني تومانو یو وار بیا استعمال په اړه د خلکو اندېښنې.

د دغه هېواد یو شمېر سرحدي ولایتونو کې په پاکستاني روپیو او ایراني تومانو راکړه ورکړه او په بانکونو کې د ډالرو په ورکړې بندیز افغانان له سختو ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان د ځینو ولایتونو څخه د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د تلې ۰۸» ازادي راډيو ته خلکو ویلي چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغانستان په بازارونو کې د پاکستاني روپیو او ایراني تومانو د استعمال د مخنیوي په تړاو ډېرې مبارزې وشوې او پایله‌یې هم ورکړې وه، خو د طالبانو په مشرۍ د نوي نظام په راتګ سره په دې اسعارو راکړه ورکړه یو وار بیا پیل او زياته شوې.

د هرات ولایت اوسېدونکی محمد هلال وايي: "د افغانستان په ځینو سرحدي سیمو کې په کلدارو او تومانو راکړه ورکړه جدي د اندېښنې وړ خبره ده، سره له دې چې په دې برخه کې په پخواني حکومت کې کار ورته وشو، خو بیا هم دا چاره پیل شوې، دوام‌يې زموږ د افغانیو ارزښت راکموي او زموږ ملي هویت او غرور ته زیان اړوي."

ايراني تومان
ايراني تومان

د افغانستان په یو بل ولایت ننګرهار کې که څه هم پخوا د پاکستاني روپیو د چلښت په وړاندې مبارزه له همدې ځایه پیل شوه او پایله‌یې هم ښه وه، خو اوس په دغه ولایت کې د پاکستاني روپیو د بیا چلښت په اړه اندېښنې هم له همدې ځایه راپیل شوې.

د دې ولایت یو شمېر اوسېدونکي وایي په دې ولایت کې د پاکستاني روپیو چلښت د بندېدو په اړه باید جدي برخورد وشي.

د دې ولایت اوسېدونکی سید عمر زياتوي: "په تېرو ۲۰ کلونو کې د کلدارو په راکړه ورکړه بندیز ولګېد، خو اوس چې نظام بدل شوی په ځینو ولایتونو لکه ننګرهار او کندهار کې بیا دغه بهیر پیل شوی چې دغه کار د تېرو ۲۰ کلونو مبارزه په دې برخه کې په سیند لاهو کوي، له طالبانو غوښتنه دا ده چې د دغې چارې مخه دې ژر تر ژره ونیسي."

له بلې خوا بیا د پاکستاني روپیو او ایراني تومانو د استعمال ترڅنګ په افغانستان کې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې بانکونو خلکو ته د ډالرو په ورکړې بندیز لګولی.

دغې چارې نه‌یوازې دا چې خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي، بلکې سوداګر هم له دې اړخه ناخوښ دي.

په مزار شریف ولایت کې یو سوداګر عبدالجلیل احدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، په بانکونو کې د ډالرو د ورکړې په تړاو نوي طرزالعمل ډېرې ستونزې پیدا کړي.

دی وايي: "هغه خلک او یا هم شرکتونه چې په بانکونو کې ډالري اکټونه لري اوس ورته ډالر نه‌ورکول کېږي، که‌یې ورکړي هم په ډېر غټ توپیر او د بازار له نرخه ټیټ‌یې ورکوي چې دا خپله یوه ستونزه ده، سوداګر هم له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي، اوس لپاره سوداګر نه‌شي کولای ډالر واخلي او یا هم د خپلو توکو د واردولو لپاره ډالر بل ځای ته ولېږي."

کابل کې د يوه خصوصي بانک مخکې د خلکو ګڼه ګوڼه
کابل کې د يوه خصوصي بانک مخکې د خلکو ګڼه ګوڼه

ازادي راډيو هڅه وکړه چې دې ټولو اندېښنو ته د مرکزي بانک او د طالبانو د چارواکو ځواب راواخلي، خو د پرله‌پسې هڅو سره سره‌یې اړیکې ځواب نه‌کړې.

دا اندېښنې په داسې حال کې پیدا کېږي چې له دې وړاندې هم په تېر نظام کې یو شمېر سرحدي ولایتونو لکه ننګرهار، نیمروز، هرات، پکتیا، کندهار او خوست کې د کلدارو او تومان بازار ګرم و، خو د هغه وخت د مسؤلینو له یو څه هڅو سره دغه چاره تر ځایه کابو شوه، خو دغه بهیر بیا په داسې حال کې پیلېږي چې نظام بدل شوی او لا تر اوسه طالبانو د‌ دې ستونزې د مخنیوي لپاره څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG