د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

په کونړ کې ولسونه او طالبان: تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان پوځ ۴۰۰ ګولۍ راویشتلي


ارشیف
ارشیف

په کونړ کې ولسونه او طالب چارواکي وایي، په تېره یوه اوونۍ کې د پاکستان پوځ پر سرکاڼو او مرورې ولسوالۍ د توپونو شااوخوا ۴۰۰ ګولۍ راویشتلي چې خلک‌يې ګڼو ستونزو سره مخ کړي او ډېری کورنۍ له خپلو مېنو کډوالې شوې دي.

د سرکاڼو ولسوالۍ د ګنجګل کلی چې د ډیورند کرښې سره نږدې پروت دی، پخوا په‌کې زیاته ګڼه ګوڼه وه. سلګونه کسان په‌کې مېشت ول، خو د پاکستان پوځ توپچي بریدونو ډېری کورونه ړنګ کړي او اوسېدونکي یې نورو سیمو ته کډوال شوي دي.

دلته اوس یوازې یو نیم تن تر سترګو کېږي چې هغه هم د کور ساتنې ته پاتې دی.

۳۵ کلن شاه محمد هم یو له دغو کسانو دی، دی وايي دلته هر ساعت د توپ د مرمۍ د لګېدو وېره ده.

د هغه په خبره چې توپچي بریدونو له اندېښنو او ګواښونو سره مخ کړي دي.

شاه محمد وایي: "دا ټوله سیمه ولي، زموږ خلک ترې سخت په عذاب کې دي، ماشومان،لویان او ټول ستونزو سره مخ یو. څوک له کوره بهر نه‌شي وتلی او نه هم څاروي څړ ځایونو ته وړی شي. داسې کور او ځای نه‌شته چې نه‌وي لګېدلی، خو د الله احسان دی چې چاته په‌کې ځاني زیان نه‌دی اوښتی."

ارشیف، پر ختیځو ولایتونو د پاکستان د توغندویو د حملو په اعتراض د یو شمېر افغانانو لاریون
ارشیف، پر ختیځو ولایتونو د پاکستان د توغندویو د حملو په اعتراض د یو شمېر افغانانو لاریون

د سرکاڼو ولسوالۍ یو بل تن عطاالله وايي، داسې ورځ او شپه نه‌شته چې پر سیمه‌يې ډزې نه‌کېږي.

عطاالله زیاتوي: "د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د څپرې او نولۍ په سیمو د پاکستان له لوري د توپونو زیاتې مرمۍ راروانې دي. دا یوه غرنۍ سېمه ده، دغو مرمیو کورونو، څارویو، باغونو او د خلکو کرنیزو ځمکو ته هم زیان رسولی دی. له دغو کلیو او بانډو خلک کډوال شوي او ګڼو ستونزو سره مخ دي."

په کونړ کې طالب چارواکي هم تأییدوي چې له یوې اوونۍ را په دېخوا د پاکستان پوځ یو ځل بیا د کونړ پر خاوره د توپونو ډزې کوي.

په کونړ کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست او د مطبوعاتي دفتر مشر مولوي نجیب‌الله حنیف چې تېره ورځ خپله ګنجګل او هغو سیمو ته تللی چې پر کومو د پاکستان پوځ د توپونو ګولۍ راتوغوي او د خلکو ژوند يې تریخ کړی دی.

ښاغلي حنیف ازادي راډیو ته وویل، له سیمې يې پوره معلومات راټول کړي او د امارت له مشرانو سره‌يې شریک کړي دي.

حنیف زیاتوي: "د خلکو خبره دا وه چې یوازې پر سرکاڼو ولسوالۍ ۲۵۰ د توپونو ګولۍ راویشتل شوي او همداراز پر مرورې ولسوالۍ په دوه شپو او یوه ورځ کې څه د پاسه ۱۵۰ راتوغول شوي. خلک ډېرې پرېښانۍ سره مخ دي، خلک غریب او بې‌وسه دي، یوازې پر کرکېله او مالدارۍ باندې ژوند تېروي. د کلي شااوخوا چې ډیورند کرښې سره نږدې پرته ده، هلته ځنګل او څړ ځایونه دي، دوی څړ ځایونو ته خپل څاروي هم نه‌شي وړلی، نو ډېر د خفګان حالت و. موږ د هغوی ټول شکایتونه او ستونزې را اخستي او کابل کې مو خپلو مشرانو ته لېږلي دي، موږ هیله لرو چې مشران به دغه ستونزې ته د حل لار پیدا کوي."

ارشیف، د کونړ یوه سیمه
ارشیف، د کونړ یوه سیمه

هغه وايي، بې‌شمېره کورنۍ له خپلو کورونو راوتلي او هغوی لپاره هم د مرستو رسولو هڅې کوي.

د خلکو په خبره چې د پاکستاني پوځ له لوري د کونړ پر خاوره د توپونو راویشتل څه نوې خبره نه‌ده، بلکې دا بریدونه له ۲۰۱۰ زېږدیز کاله روان دي.

هغه مهال چې په کونړ کې د امریکا متحده ایالاتو پر مشرۍ نړيوال ځواکونه هم مېشت ول.

خو هغوی پر یادو بریدونو غوږونه کاڼه کړي و او پخوانیو افغان چارواکو به بیا کله ناکله غږ پورته کړ چې پاکستان ته به د ډز ځواب پر ډز ورکوي.

د همدې بریدونو له امله سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او زرګونه کورنۍ يې بې‌کوره شوي.

تر اوسه پاکستان د یادو توپچي بریدونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG