د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

مظاهرو کې ګډون کوونکې مېرمنې: د طالبانو له ګواښونو سره مخ یو، خو طالبان‌یې ردوي


ارشیف، کابل کې یو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې
ارشیف، کابل کې یو شمېر اعتراض کوونکې مېرمنې

یو شمېر ښځې چې دوه اوونۍ مخکې یې په کابل او نورو ولایتونو کې په مظاهرو کې ګډون کړی و، وايي د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي.

دوی ازادي راډیو ته وویل، په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ورته خطر پېښ دی او طالبان‌يې تعقیبوي.

راضیه بارکزۍ د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د وږې ۳۱» ازادي راډیو ته وویل، د ګواښونو له امله څو ځلې اړ شوې چې د اوسېدو ځای بدل کړي.

اغلې بارکزۍ زیاتوي: "ټولو ښځو چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو ضد مظاهرو کې ګډون کړی، له ګواښ او تعقیب سره مخ دي، په ټیلیفونونو او له نورو لارو څخه ګواښل کېږي، زه کور پرېښودو ته اړه شوم او له یوه ولایته بل ته تللې یم."

طیبې سلیماني هم چې په فراه ولایت کې یې د طالبانو ضد مظاهرو کې ګډون کړی و، وايي له ناوړه امنیتي خطر سره مخ ده.

کابل کې د مظاهرو پر مهال یوې ښځې ته د یوه وسله‌وال طالب له لوري ټوپک نیول
کابل کې د مظاهرو پر مهال یوې ښځې ته د یوه وسله‌وال طالب له لوري ټوپک نیول

طیبه وايي: "هغه ښځې چې په دې وروستیو کې یې په مظاهرو لاس پورې کړی و، تعقیبېږي، کومې مظاهرې چې ښځو وکړې د قانون او دین مخالفې نه‌وې، بلکې د قانون په چوکاټ کې یې خپل حقونه غوښتل چې دا د هر تبعه حق دی."

په ورته وخت کې له بادغیس ولایته رارسېدلي راپورونه وايي، یو شمېر ښځینه ښوونکې او دولتي کاروکوونکې، د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له‌خوا اړې شوي چې د دوی په ملاتړ مظاهرو کې ګډون وکړي.

دوی ویلي، د طالبانو له‌خوا په دې هم اړې شوي چې حجاب واغوندي، برقعې پر سر کړي، د طالبانو بیرغونه له ځانونو سر واخلي او که داسې ونه‌کړي، له دندو به لیرې کړای شي.

خو طالبانو د دغو ښځو ادعاوې رد کړې.

د طالبانو د رسنیز دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، کومو ښځو چې په کابل کې یې په مظاهرو کې برخه اخیستې وه، له هېڅ ګواښ سره مخ نه‌دي.

کابل کې د یو شمېر ښځو لاریون
کابل کې د یو شمېر ښځو لاریون

ښاغلي کریمي وویل: "دا ادعا سمه نه‌ده، هغه څوک چې په جرم او ناجایزو اعمال کې لاس ونه‌لري، د اسلامي امارت له‌خوا نه‌تعقیبېږي، په تېره هغه ښځې چې په مظاهرو کې یې ګډون کړی و، هېڅکله هم نه‌تعقیبیږي، دا ادعا بې‌بنسټه او له حقیقته لیرې ده."

دوه اوونۍ مخکې په لسګونه ښځینه فعالانو په کابل او یو شمېر ولایتونو کې مظاهرې وکړې او د خپلو حقونو او په نظام کې د برخې لرلو غوښتونکې شوې، خو طالبانو یې د هوايي ډزو او اوښکې بهوونکي ګاز په وسیله مخه ونیوله.

په کابل او نورو ولایتونو کې پر دغو مظاهرو سربېره، له هېواده بهر هم یو شمېر ښځو د طالبانو ضد او د دوی په خبره په هېواد کې د پاکستان د لاسوهنو ضد مظاهرې کړې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG