د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

افغانستان کې د القاعده د بیا فعالېدو او داعش د پیاوړي کېدو په اړه اندېښنې


ارشیف
ارشیف

امریکا لاهم له افغانستان نه ځان او نړۍ ته اندېښنه لري.

امریکايي چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان نه نړۍ او امریکا ته د ورپېښدونکو ګواښونو د مخنیوي لپاره د ناټو له غړو هېوادونو سره خبرې کوي.

دوی پرون په یونان کې د ناټو له پوځي مشرانو سره ناسته کړې چې نن هم دوام کوي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د دې ناستې مهم هدف افغانستان او د دغه هېواد نه امریکا او نړۍ ته د ورپېښدونکو ګواښونو د مخنیوي په لار چارو بحثونه دي.

له دې وړاندې د امریکا لوی درستیز جنرال میلي، دفاع وزیر لوېډ استېن او د امریکا استخباراتي چارواکو د القاعده او داعش ډلې د بیا څرګندېدو او فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي په دې صوزت کې، کېدای شي په یو یا دوو کلونو کې متحده ایالاتو ته ګواښ پېښ کړي.

امریکا او ناټو د دې ډلو د بیا فعالیت د مخنیوي لپاره کار کوي.

د ناټو او د دغه سازمان د یو شمېر نورو غړو هېوادونو بیرغونه
د ناټو او د دغه سازمان د یو شمېر نورو غړو هېوادونو بیرغونه

خو طالبان بیا د امریکا دا اندېښنې بې‌ځایه بولي.

د دې ډلې د فرهنګي کمېسیون یوه غړي بلال کریمي نن یکشنبه په دې اړه ازادي راډیو ته په یو لیکلي پیغام کې ویلي چې "دا ادعا حقیقت نه‌لري، القاعده اوس افغانستان کې نه‌شته".

ښاغلی کریمي زیاتوي: "اسلامی امارت متعهد دی چې له افغانستان څخه به هېڅ هېواد ته ضرر نه‌رسېږي، ولې له نورو هم غواړي چې دلته مداخله ونه‌کړي."

دغې ډلې له دې وړاندې هم په ټینګار سره ویلي چې افغانستان د نړۍ هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه‌دی.

خو د چارو ځیني پوهان بیا د امریکا له لوري اوسنۍ اندېښنې پر ځای بولي.

شنونکی مطیع‌الله خروټی وايي: "د امریکا اندېښنه پر ځای ده، هغه شواهد چې موجود دي ټول خارجي جنګیالي د القاعده شبکې سره اړیکه لري او القاعده‌یې تمویلوي، د داعش موضوع هم په افغانستان کې جدي ده او راتلونکي کې ګواښ پېښولی شي، خو طالبان باید د دې ډلې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي."

د چارو پوه مطیع‌الله خروټی
د چارو پوه مطیع‌الله خروټی

امریکا داسې مهال دې اندېښنو اخیستې چې په تېره میلادي میاشت کې د کابل په هوايي ډګر د دوو بریدونو په ترڅ کې له ۱۰۰ زیات کسان ووژل شول او له ۲۰۰ ډېر ټپیان شول چې مسؤلیت‌یې داعش وسله‌والې ډلې په غاړه واخیست.

په وژل شویو کې ۱۳ امریکايان هم شامل وو چې امریکايي چارواکو یې وژل کېدل تأیید کړي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG