د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

پر افغانستان د طالبانو واکمني؛ بهر کې د افغانستان د ډیپلوماتانو نامعلوم برخلیک


کابل ښار کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
کابل ښار کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

واک ته د طالبانو د ناڅاپي بیا رسېدو له امله له افغانستانه بهر افغان ډیپلوماتان له یو ډول بې‌برخلیکه حالت سره مخامخ دي.

روېټرز اژانس لیکي، د طالبانو وسله‌وال تحریک چې د اګسټ په ۱۵مه‌یې په کابل کې د لوېدیځ پلوه حکومت ځای ونیو له ټولو ډیپلوماتانو غوښتي چې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې په بهر کې یې ټولو سفارتونو ته یو پیغام استولی دی چې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي.

ښاغلي متقي دغه ډیپلوماتان مخاطب کړل او ویې‌ویل چې افغانستان پر دوی ډېره پانګونه کړې ده او دوی د افغانستان خلک دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي

بل لور ته د کاناډا، جرمني او جاپان په شمول د اتو سفارتونو ډیپلوماتانو روېټرز اژانس ته په دې شرط چې نومونه به‌یې نه افشا کېږي، ویلي دي چې دوی نهیلي دي، نه‌پوهېږي چې څه وکړي.

په برلین کې یوه ډیپلومات دې اژانس ته وویل، زما همکاران دلته او په ډېرو نورو هېوادونو کې کوربه هېوادو ته دا عذر کوي چې دوی د کډوالو په توګه ومني.

دې ډیپلومات ویلي دي چې دی نه‌غواړي چې نوم‌یې واخیستل شي ځکه چې دی دا وېره لري چې د ده مېرمنې او څلورو لوڼو ته چې په کابل کې دي څه ستونزه پیدا نه‌شي.

دې ډیپلومات زیاته کړه چې دی غواړي په کابل کې د خپل لوی کور په ګډون هر څه وپلوري او هر څه له صفره پیل کړي.

د نړیوالو اړیکو متخصص افضل اشرف وایي، په بهر کې د افغانستان ډیپلوماتیک مأموریت بې‌برخلیکه ښکاري ځکه چې نورو هېوادونو پرېکړه نه‌ده کړې چې طالبان به په رسمیت پېژني.

ښاغلي اشرف زیاته کړه چې دا سفارتونه نه‌پوهېږي چې څه وکړي او د کوم حکومت استازیتوب وکړي، همداراز دوی مشخصه تګلاره نه‌لري.

د افضل اشرف په باور د سفارتونو غړي ښایي په نورو هېوادونو کې خپل امنیت ته د اندېښنو په خاطر د سیاسي پناه غوښتنه وکړي.

کابل ښار کې یو شمېر طالب جنګیالي
کابل ښار کې یو شمېر طالب جنګیالي

طالبانو چې په خپله لومړۍ واکمنۍ کې یې له ۱۹۹۶مه تر ۲۰۰۱ کال پورې سخت اصول وضع کړي و دا پلا ژمنه کړې ده چې دوی به نرم دریځ خپلوي، خو راپورونه وایي چې طالبانو په افغانستان کې د پخوانیو چارواکو د کورونو پلټنې پیل کړې دي.

د افغان ډیپلوماتانو یوې ډلې په یوه ګډ بیان کې پرون له نړیوالو وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه‌پېژني.

XS
SM
MD
LG