افغانستان
بریتانیا: غواړو افغانستان کې ډپلوماټیک حضور ولرو
بریتانیا غواړي په افغانستان کې ډپلوماټیک حضور ولري. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې ته پرون دا خبره وکړه.
ده په کابل کې د بریتانیا د سفارت د بندېدو په اړه وویل: "موږ د جون په میاشت کې د بیړني تخلیې لپاره هڅې پیل کړې، بیا مو سفارت تخلیله کړاو پسې مو په بشپړډول تخلیه کړ."
ښاغلي راب زیاته کړه چې بریتانیا په افغانستان کې د دوامداره ډپلوماټیک حضور هیله لري، خو که امنیت اجازه ورکړي، خو د اوس لپاره دا ممکنه نه ده.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دا خبرې په داسې وخت کې کړي دي چې طالبان له پنجشیر پرته پرټول افغانستان واکمن دي او په کابل کې ټول بهرني سفارتونه تړل شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سویلي افریقا د افغانستان پر وړاندې د کرکټ راتلونکې لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړه
د سویلي افریقا کرکټ بورډ نن دوشنبه د سپټمبر په ۹مه نېټه د افغانستان پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو راتلونکې لوبلړۍ ته لوبډله اعلان کړه.
په اعلان شوې لوبډله کې ټیمبا بوما د سویلي افریقا لوبډلمشر دی.
د سویلي افریقا په دې ۱۶ـ کسیزه لوبډله کې اوټنیل بارتمن، نندي برګر، ټوني ډي زوزي، بیون فورټن، رضا هینریکس، اېډن مارکرم، ویلیم مولډر، لونګي اینګیډي، انډیل پولوکویو، انقابا پیټر، انډيل سیمیلاني، جیسن سمیت، ټرسټن سټبز، کیل ویریاني او لیزرد ویلیمس شامل شوي دي.
افغانستان لا دې سیالیو ته خپله لوبډله نهده اعلان کړې.
د ویلو ده چې، د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ به د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د سپټمبر میاشتې په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه نېټه ترسره شي.
د افغانستان او نيوزيلنډ ټېسټ سيالي د لوبغالي د لوندوالي له امله ځنډېدلې ده
د افغانستان او نیوزیلند د کرکټ ملي ټیمونو ټیسټ لوبه د لوبغالي د لوندوالي له کبله لږه ځنډېدلې ده.
که څه هم د ګریټر نویدا پر لوبغالي او شاوخوا سیمو یې دا مهال لمر دی، خو د شپې ناوخته باران له کبله دغه ډګر لا لوبې ته چمتو شوی نهدی.
دغه پنځه ورځنۍ لوبه ټاکل شوې وه نن د کابل په وخت نهه بجې شاوخوا پيل شي.
د افغانستان د ټیم مشري حشمتالله شهیدي کوي، چې له څو ورځو راهیسې یې له ټیم سره یوځای په ګریټر نویدا کې د نیوزیلند په وړاندې لوبې ته چمتووالی نیولی دی.
شهیدي تر لوبې مخکې خبرو کې ویلي، که څه هم په ټيم کې باتجربه لوبغاړی راشد خان او ځینې نور نهشته، خو ډاډه دی چې نورو لوبغاړو هم په خپل هېواد کې فرست کلاس یا د لومړۍ درجې اوږدې لوبې کړي او کولای شي ښه ثابت شي.
بل لور ته ابراهیم ځدران د نیوزیلنډ په وړاندې له دغو لوبو او دغه راز د سویلي افریقا پر وړاندې له سیالیو بهر شوی دی.
کرکټ بورد لیکلي، په هند کې د تمرینونو پر مهال د هغه چپ ښنګری اوښتی او ډاکټرانو ورته د ارام سپارښتنه کړې.
ټاکل شوې نن له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه راپور خپور شي
ټاکل شوې د امریکا د استازو د جرګې جمهوري غوښتونکي غړي، نن دوشنبه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه یو راپور خپور کړي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، له اوږده انتظار وروسته خپرېدونکي دغه راپور کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ګډ وډ او مرګوني وتلو له کبله د جوبایډن پر ادارې نیوکې شوي دي.
امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د دوو اوونیو په ترڅ کې له افغانستانه ووتل، چې پر مهال یې د کابل هوایي ډګر مخې ته یوې چاودنې د لسګونه افغانانو په ګډون ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل.
د استازو جرګې په راپور کې راغلي، د امریکا دولت له افغانستانه د ملکیانو د تخلیې په اړه ډېره ناوخته، یعنې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۶مه پرېکړه وکړه.
دا یوه ورځ وروسته تر دې چې طالبان کابل ته ننوتل.
راپور کې دغه راز راغلي، امریکایي چارواکو په واشنګټن او کابل کې هغه مهال د ادارو ترمنځ سمې اړیکې نه درلودې او د هغو افغانانو اسنادو کې ستونزې یا کمزورۍ وې چې د تخلیې مستحق وو.
دا راپور په استازو جرګه کې د جمهوري غوښتونکو د مشر مایکل مککال د درې کلنو څېړنو پایله ده.
تر دې وړاندې بیا د بایډن ادارې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو ننګه کړې او ځینو ډیموکراتو سیاستوالو پخوانی جمهوري غوښتونکی ولسمشر ډونالډ ټرمپ تورن کړی چې له طالبانو سره یې د امریکایي ځواکونو د وتلو خبره کړې وه.
ابراهیم ځدران د نیوزیلنډ او سویلي افریقا پر وړاندې له سیالیو بهر شو
د افغانستان کرکټ بورډ د یکشنبې په ورځ د سټمبر په ۸مه نېټه په یوه خبر کې لیکلي دي، چې پيلیز توپوهونکی ابراهیم ځدران د ټپ له امله د نیوزیلنډ پر وړاندې په یوازینۍ ټېسټ لوبه کې نهشي لوبېدی.
په خبر کې ویل شوي دي، هغه په تمریناتو کې ټپي شوی دی او د اړوندو ډاکټرانو له لوري د بشپړې درملنې او ارام کولو سپارښتنه ورته شوې ده.
کرکټ بورډ لیکلي: "ابراهیم ځدران د چپې پښې ښینګری نن د نیوزیلنډ لوبډلې لپاره د چمتووالي او تمرین پرمهال اوښتی دی چې له امله به یې نوموړی د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې او د سویلي افریقا پر وړاندې د راتلونکې لوبلړۍ برخه نه وي."
ټاکل شوې چې د افغانستان او نیوزیلنډ یوازینۍ ټېسټ سیالي نن دوشنبه د سپټمبر په ۹مه نېټه پیل شي.
د ویلو ده چې، په همدې تمریناتي کمپ کې چټک توپ اچونکی نوید ځدران هم ټپي شوی و او له ټېسټ لوبې بهر شوی دی.
نن د افغانستان او نيوزيلنډ ترمنځ د کرکټ ټېسټ سيالۍ پيليږي
د افغانستان او نیوزیلند د کرکټ ملي ټیمونه نن ټېسټ (پنځه ورځنۍ) لوبه پیلوي.
دا لوبه د هند په ګریټر نویډا ښار کې کېږي.
د افغانستان د ټیم مشري حشمتالله شهیدي کوي، چې له څو ورځو راهیسې یې له ټیم سره یوځای په ګریټر نویډا کې د نیوزیلند په وړاندې لوبې ته چمتووالی نیولی دی.
شهیدي تر لوبې مخکې خبرو کې ویلي، که څه هم په ټيم کې باتجربه لوبغاړی راشدخان او ځینې نور نهشته، خو ډاډه دی چې نورو لوبغاړو هم په خپل هېواد کې فرست کلاس یا د لومړۍ درجې اوږدې لوبې کړي او کولای شي ښه ثابت شي.
افغانستان ډېرې ټېسټ لوبې نهدي کټلي او په پنځو وروستیو کې یې یوازې یوه ګټلې ده.
افغانستان په نړیواله درجه بندي کې د ټېسټ په سیالیو کې ۱۲ او نیوزیلند پنځم مقام لري.
يوشمېر افغان روغتياپالان د روزنې لپاره ايران ته تللي
ایراني چارواکو ویلي، چې ۴۰ تنه افغان روغتیاپالان د روزنې لپاره ایران ته ورغلي دي.
تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، تمه ده دا افغان روغتیاپالان، ډاکتران او نرسان د یوې میاشتې په مخه د بېړنیو مراقبتونو یا ایسيیو په برخه کې روزنې ترلاسه کړي.
د بیان پر اساس د ایران روغتیا سکتور د طالبانو د حکومت په غوښتنه د افغان روغتیاپالانو روزنه ترسره کوي.
د نښتې له امله د خوست ځاځي ميدان ولسوالۍ ډېری خلک نورو سيمو ته کډه شوي
د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ د سرحدي سیمو خلکو ویلي، چې د جګړې له ویرې اکثر خلکو کډې کړي دي.
د سیمې دوو اوسېدونکو د یکشنبې ناوخته د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي، د پاکستان د راکټي بریدونو په پایله کې تر دې دمه لږ تر لږه اته ولسي خلک څه ناڅه ژوبل شوي او یو طالب عسکر وژل شوی دی.
له څو ورځو د طالب سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ په ځاځي میدان سیمه کې نښتې کېږي.
که څه هم چارواکو د شنبې په ورځ د نښتو د درېدو خبر ورکړی و، خو د سیمې ځینو خلکو ازادي راډیو ته ویلي، چې وقفهيي جنګ روان دی.
د طالبانو امنیتي او دفاعي چارواکو لا رسماً د ځاځي میدان د جګړې په ارتباط څه نهدي ویلي.
رسنیو راپور ورکړی چې، د طالبانو او پاکستاني پولهساتو ترمنځ نښتې هغه وخت رامنځته شوي، چې طالبانو غوښتل دوه پوستې جوړې کړي او پاکستانیانو یې مخه نیوله.
فوټسال؛ افغانستان له پاراګوای سره لوبه مساوي کړه
د افغانستان او پاراګوی د فوټسال ملي لوبډلو د نړیوال جام په تمریناتي سیالۍ کې لوبه ۲-۲ مساوي کړه.
یاده سیالي چې نن یکشنبه د سپټمبر په ۸مه نېټه د ازبکستان په کوربتوب پیل شوې وه د لوبې تر پایه دواړو لوبډلو دوه دوه ګولونه ووهل.
افغانستان به خپله دویمه تمریناتي سیالي له تایلنډ سره کوي.
افغان لوبډله به د نړیوال جام لومړۍ سیالي د سپټمبر په ۱۵مه نېټه له انګولا سره کوي.
کرزی: احمدشاه مسعود تل د خلکو منځ کې موجود و
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې احمدشاه مسعود تل د خلکو په منځ کې موجود و.
کرزي دا خبره د یکشنبې په ورځ د سنبلې ۱۸مه د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود د مړینې د تلین په مناسبت په ټولنیزه شبکه ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې وکړه.
هغه مسعود يو افغان وطنپال بللی او زیاته کړې يې ده چې د افغانستان د ازادۍ لپاره يې پرله پسې مبارزه کړې ده.
نن د مسعود د مړینې ۲۳مه کلیزه ده.
هغه چې له طالبانو سره په جګړه بوخت و، د تخار ولایت په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې د القاعده دوو جنګیاليو له خوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، ووژل شو.
په بریتانیا کې د افغانستان سفارت: سفارت د روانې سپټمبر میاشتې په ۲۷مه تړل کېږي
په بریتانیا کې د افغانستان سفارت پر خپله ایکسپاڼه یا پخوانې ټویټر کې لیکلي چې د بریتانیا د رسمي غوښتنې سره سم به په دې هېواد کې د افغانستان سفارت د ۲۰۲۴م کال د سپټمبر په ۲۷مه نېټه په رسمي ډول وتړل شي.
تر دې مخکې په بریتانیا کې د افغانستان په سفارت کې د قونسلي چارو یوه مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي٬ ازادي راډيو ته ورته خبره کړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په بریتانیا کې د افغانستان له سفارته څو موده مخکې غوښتي وو چې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سره تعامل وکړي، خو دوی دا کار ونه کړ.
طالبانو هم د دې سفارت قونسلي خدمات باطل وبلل.
سرچینې ازادي راډيو ته زیاته کړې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د سفارت چارې به د طالبانو استازو ته نه سپارل کېږي، بلکې دوی به د سفارت دروازې تړلې وساتي.
د سرچینې په وینا، دغه وزارت د افغانستان د سفارت کارکوونکو ته ۹۰ ورځې وخت ورکړی چې له بریتانیا ووځي او یا هم په دغه هېواد کې پاتې شي.
دا دویم افغان سفارت دی چې په لوېدیځو هېوادونو کې تړل کېږي.
تر دې مخکې امریکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړلی و.