د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

کندهار کې یوه میاشت جګړه؛ میرویس روغتون ته '۱۶۹ مړي او ۶۱۶ ټپیان' وروړل شوي


کندهار کې د وروستیو جګړو له امله یو شمېر ټپیان شوي کسان چې د دغه ولایت په میرویس روغتون کې د درملنې لاندې دي.
کندهار کې د وروستیو جګړو له امله یو شمېر ټپیان شوي کسان چې د دغه ولایت په میرویس روغتون کې د درملنې لاندې دي.

په کندهار ښار کې د جګړې یوه میاشت پوره شوه، دغې موده کې د یاد ولایت میرویس روغتون ته ۱۶۹ مړي او ۶۱۶ ټپیان وروړل شوي چې ډېره برخه‌یې ملکیان دي.

چارواکي وايي، ۲۵ زره کورنۍ له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او دغه‌شان د خلکو کاروبار هم په ټپه درېدلی دی.

دا مخامخ جګړې د کندهار ښار په لومړۍ، شپږمه، اوومه، اتمه، نهمه، ۱۳مه او ۱۵مه ناحیه کې روانې دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند مرستیال جګړن صادق عیسی وايي، د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د نیول شویو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات دوام لري.

ښاغلی عیسی زیاتوي: "د افغان امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه خاصو ځواکونو، ملي اردو، ملي امنیت، ملي پولیسو له‌خوا په ډېر لوړ مورال سره د دښمن پر ضد د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې عملیات روان دي."

دغه‌راز د میرویس روغتون مشر ډاکتر محمد داوود فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر ټپیان چې زخمونه‌یې سطحي وو له روغتون څخه رخصت شوي.

کندهار کې د وروستیو جګړو له امله یو ټپي شوی کس چې د دغه ولایت په میرویس روغتون کې د درملنې لاندې دی.
کندهار کې د وروستیو جګړو له امله یو ټپي شوی کس چې د دغه ولایت په میرویس روغتون کې د درملنې لاندې دی.

ډاکتر فرهاد وايي: "په تېره میاشت کې د میرویس حوزوي روغتون ته د ۶۱۶ په شااوخوا کې ټپیان او ۱۶۹ جسدونه راوړل شوي دي، په ټپیانو کې ډېره برخه ملیکان دي او پاته نظامیان دي، په ملکیانو کې ۱۰۳ ښځې او ۱۳۶ ماشومان دي."

روغتون ته راوړل شوي ډېری کسان د هاوان‌ په ګولیو، هوايي بریدونو او مخامخ ډزو کې مړه او ټپیان شوي دي.

خلک هره ورځ د جګړو له امله خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته پناه وړي چې ډېری کورنۍ په دولتي تأسیساتو په خاص ډول د ښوونځیو په ودانیو کې ځای پر ځای شوي دي.

راحله چې د ښار له اوومې حوزې بې‌ځایه شوې وايي: "جنګونه شول هېڅ شی مو نه‌دي راوړي، ډک کور مو پاته شو اوس وېرېږو چې وبه سوځي لکه د نورو خلکو کورونه چې وسوځېدل."

د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمد نایاب وايي، په تېره یوه میاشت کې د کندهار ښار د جګړو له امله د بې‌ځایه شویو کورنیو شمېر ۲۵ زره ته رسېږي چې د سرپناه د ډېرې جدي ستونزې سره مخامخ دي.

کندهار کې د جګړو له امله یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ
کندهار کې د جګړو له امله یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ

ښاغلي نایاب وویل: "متأسفانه زرګونه کورنۍ چې ټول شمېر یې ۲۵ زره کېږي د کندهار ښار د جګړو له سیمو بې‌ځایه شوي دي."

په دې جګړه کې نه‌یوازې خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي، بلکي په ښار کې کاروبار هم په ټپه درېدلی دی.

‌وسله‌وال طالبان همدا اوس د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې د پرمختګ او په پرله‌پسې توګه د یو شمېر امنیتي پوستو د سقوط ادعا کوي، خو د افغان ځواکونو او خپل لور ته د اوښتو تلفاتو په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي.

XS
SM
MD
LG