د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

د افغانستان پر ښارونو د بریدونو غندنه؛ بایډن پر طالبانو د 'هوايي حملو امر' وکړ


د امریکا یوه «بي-۵۲» الوتکه د بم غورځولو او هوايي حملې پر مهال
د امریکا یوه «بي-۵۲» الوتکه د بم غورځولو او هوايي حملې پر مهال

امریکا متحده ایالات وايي، د افغانستان پر ښارونو د وسله‌والو طالبانو له تاوتریخوالي ډک بریدونه غندي.

په کابل کې د امریکا سفارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، په دغو مواردو کې د جمعې په ورځ په غیر قانوني ډول د نیمروز د مرکز زرنج ښار، پرون شنبه د جوزجان د مرکز شبرغان او تر هغه مخکې د هلمند د مرکز لښکرګاه او د نورو ولایتونو د مرکزونو د نیولو لپاره بریدونه شامل دي.

د سفارت په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو هغه اقدامات چې په زوره د خپل حاکمیت د تپلو لپاره‌یې کوي د منلو وړ نه‌دي او د دوحې د سولې له پروسې سره په ټکر کې دي چې هدف‌یې د مذاکرو له لارې پر سیاسي جوړجاړي سلا کېدل دي.

د جوزجان مرستیال والي عبدالقادر مالیه پرون د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې د طالبانو له‌خوا د شبرغان ښار د نیولو خبر تأیید کړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي ازادي راډیو ته ویلي چې طالبانو د شبرغان په ځینو سیمو کې پرمختګ کړی، خو وايي ډېر ژر به شبرغان د طالبانو له موجودیت څخه پاک شي.

تر دې مخکې د جمعې په ورځ د نیمروز یوه چارواکي د نوم نه‌ښوولو په شرط له ازادي راډیو سره په خبرو کې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د زرنج ښار د نیولو خبر تأیید کړی و.

د افغانستان نیمروز ولایت زرنج ښار
د افغانستان نیمروز ولایت زرنج ښار

طالبانو د دغو ښارونو له نیولو سره جوخت پرون شنبه په یوه خبرپاڼه کې دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړی چې له زرنج ښاره د تېښتې هڅه ونه‌کړي، بلکې په عادي ډول خپل ژوند ته دوام ورکړي.

هرات، کندهار، لښکرګاه، فیض‌اباد، تالقان، زرنج او شبرغان هغه ښارونه دي چې طالبانو یې د نیولو لپاره پراخ بریدونه کړي، خو افغان حکومت وايي، طالبان د هېڅ سیمې د ساتلو توان نه‌لري.

د افغانستان یو متقاعد جنرال دولت وزیري وايي، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تازه جګړه اوس له نیابتي جګړې، په یوه مستقیمه جګړه بدله شوې ده.

ښاغلی وزیري زیاتوي: "دا ستره جګړه ده. له نیابتي جګړې اوس سترې جګړې ته راوتلې ده.له بده مرغه په دې کې زموږ ګاونډی هېواد پاکستان لاس لري. دغه وسله‌وال په منظم ډول اداره کېږي، روزل کېږي او اکمالات‌یې کېږي. ډېره سخته جګړه ده."

متقاعد جنرال او د افغانستان دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري
متقاعد جنرال او د افغانستان دفاع وزارت پخوانی ویاند دولت وزیري

وروسته له هغې چې د مې میاشتې په لومړیو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شو، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د جګړو شدت زیات شو.

بل‌خوا د خېبر پښتونخوا په چارسده کې د پښتون قامي جرګې د غونډې برخه‌والو پرون د افغانستان پر وروستي امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده.

دغې جرګې په خپل پرېکړه‌لیک کې چې د افضل خاموش له‌خوا ولوستل شو، ویلي: "دغه جرګه د زور له لارې په هر ډول غیر ډیموکراتیکه بڼه په افغانستان کې پر واک د قبضې یا د حکومت د بدلون سخت مخالفت کوي. جرګه غوښتنه کوي چې د افغانانو د وینې بهېدو د مخنیوي لپاره دې له قید و شرط پرته مذاکرو له لارې یوه حل لار ولټول شي."

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې پر وسله‌والو طالبانو د هوايي حملو امر کړی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا د دفاع وزارت ځینو سرچینو ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، ولسمشر بایډن «بي-۵۲» او د سپکټر په نوم په وسلو سمبالو الوتکو ته امر کړی چې په افغانستان کې طالبان په نښه کړي.

ویل شوي، سپکټر الوتکې چې په ۲۵ ملي متري او نورو وسلو سمبالې دي، له هوا څخه هدف ډېر دقیق ویشتلی شي.

د ناامنیو په دوام د بدخشان چارواکو هم خبر ورکړی چې د جمعې ناوخته‌یې پر فیض‌اباد ښار د وسله‌والو طالبانو حمله په شا تمبولې ده.

XS
SM
MD
LG