د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

چارواکي: د جوزجان مرکز شبرغان ښار د طالبانو لاسته لوېدلی


د شبرغان ښار
د شبرغان ښار

د جوزجان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز شبرغان ښار د طالبانو لاسته لوېدلی.

د جوزجان مرستیال والي عبدالقادر مالیه له فرانس پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې د شبرغان سقوط تایید کړی.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې تردې د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي ازادي راډیو ته ویلي و چې طالبانو د ښار په یو شمېر سیمو کې پرمختګ کړی، خو وايي، ډېر ژر به شبرغان د طالبانو له شتون پاک شي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: "نن یې پر ښار بیا بریدونه پیل کړي او ځینو سیمو ته را رسېدلي، خو تازه دمي او نور ځواکونه منسجم شوي طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي. تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۰۰ زیات طالبان وژل شوي او جسدونه یې پاتې دي. دا عملیات په شدت روان دي. هم د دې ډلې پرضد مقاومت روان دی او هم پردې انسجام روان دی چې د پرمختګونو او تصفیې لپاره عملیات وشي."

د کورنیوچارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي وویل چې طالبانو د شبرغان ښار په یو شمېر سیمو کې پرمختګ کړی
د کورنیوچارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي وویل چې طالبانو د شبرغان ښار په یو شمېر سیمو کې پرمختګ کړی

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري هم ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې د شبرغان او زرنج ښارونو سقوط رد کړی و او ویلي یې و چې هلته جګړه او د افغان ځواکونو له‌خوا سخت مقاومت روان دی.

طالبانو نن په یوه خبرپاڼه کې ولیکل چې نیمروز او جوزجان یې نیولي او دولتي کار کوونکو ته یې ډاډ ورکړی چې له ښاره د تېښتې هڅه و نه کړي، بلکې په عادي ډول خپل ژوند ته دوام ورکړي.

د دغې ډلې یو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د جوزجان یوازینۍ پاتې ولسوالۍ خواجه دوه کوه چې د مارشال عبدالرشیددوستم د زېږېدو سیمه ده، هم د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

په سیمه کې د ازادي راډیو سرچینې وايي چې امنیه قومانداني، د ملي امنیت ریاست، محبس او نورې ادارې طالبانو نیولي.

ویل کېږي چې طالبانو د شبرغان له محبسه بندیان هم خوشې کړي دي.

په ورته وخت کې د ۲۱۵ م میوند قول‌اردو قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې هلمند او نیمروز کې د ۳۰ القاعده وسله‌والو په ګډون ۲۷۶ طالبان وژلي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، په وژل شوېو کې د نیمروز لپاره د طالبانو نومول شوی والي عبدالخالق مشهور په اکا عابد مولوي هم شامل دی.

ملي دفاع وزارت هم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ننګرهار، لوګر، غزني، پکتیکا، میدان وردک، کندهار، هرات، هلمند، فراه، جوزجان، سمنګان، تخار، بغلان او کاپیسا کې د ۳۸۵ طالبانو د وژلو ادعا کړې، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

هرات، کندهار، لښکرګاه، فیض‌اباد، تالقان، زرنج او شبرغان هغه ښارونه دي چې طالبانو یې د نیولو لپاره پراخ بریدونه کړي، خو افغان حکومت وايي، طالبان د هېڅ سیمې د ساتلو توان نه لري.

XS
SM
MD
LG