د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

سرچینه: د نیمروز ولایت مرکز زرنج د وسله والو طالبانو لاسته ولوېد


د نیمروز مرکز زرنج ښار
د نیمروز مرکز زرنج ښار

له نیمروز څخه را رسیدلي راپورونه ښيي چې د دې ولایت مرکز زرنج په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو لاسته ولوېد.

د دې ولایت یوه چارواکي چې د نوم له ښودو یې ډډه کوله، ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د کنګ ولسوالۍ چې د مرکز زرنج ښار۴۰ کیلومترۍ کې پروت دی ونیو او ۳۵ امنیتي ځواکونه یې مړه او ټپیان کړل.

دې ولایتي چارواکي ویلي، طالبانو په ټولنیزو رسنیو کې عکسونه خپاره کړي چې ګنې د زرنج په پنځه کیلومترۍ کې دي.

نوموړي زیاته کړه ، ایران پرون د افغانستان پولې ته نږدې د دې هېواد کډوالو ته یو کمپ هم جوړ کړی دی.

یوه بل چارواکي هم چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، له پرون ماښام راهیسې په ښار کې وېره او ترهه خپره ده او په وینا یې خلک هڅه کوي چې د زرنج ښار پریږدي.

د ده په ټکو نن جمعه (د زمري ۱۵مه) سهار د ځینو امنیتي ځواکونو په ګډون ۴۰ سلنه خلک د ایران لور ته د ابریشم کمپ چې ایران جوړ کړی، پناه یوړه.

د دې چارواکي په وینا همدا وېره او ترهه د دې لامل شوه چې د زرنج ښار له مقاومت پرته د طالبانو لاسته ولوېږي.

د نیمروز ولایت پولیس هم تاییدوي چې د دې ولایت مرکز د وسله والو طالبانو لاسته ولوېد.
د نیمروز ولایت پولیس هم تاییدوي چې د دې ولایت مرکز د وسله والو طالبانو لاسته ولوېد.

دې چارواکي ویلي چې والي او ځینې حکومتي چارواکي د کمال خان بند لورته ولاړل او اوس دا ښار د طالبانو په ولکه کې دی.

دا لومړی ولایت دی چې مرکز یې د وسله والو طالبانو لاسته لویږي.

هاخو د نیمروز ولایت پولیس هم تاییدوي چې د دې ولایت مرکز د وسله والو طالبانو لاسته ولوېد.

رویټرز خبري اژانس د پولیسو له قوله بیا وايي، د نیمروز مرکز زرنج ښار نن د جمعې (د زمري ۱۵مه) په ورځ وسله والو طالبانو ونیو.

د نیمروز ولایت د پولیسو یو ویاند چې رویټرز خبري اژانس ته یې د نوم له ښودو ډډه کوله وویل، د اضافي سرتیرو د نشتوالي له امله زرنج ښار د طالبانو لاسته ورغی.

طالبان په دې وروستیو میاشتو کې لسګونه ولسوالۍ او بندرونه نیولي، د هرات او کندهار ولایت په ګډون د څو ولایتونو مرکزونه یې تر فشار لاندې راوستي.

دا په داسې حال کې ده چې تمه ده تر درېیو اوونیو پورې له افغانستانه امریکايي ځواکونه ووځي.

XS
SM
MD
LG