د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

افغانستان کې جګړې؛ د سره صلیب کمېټه: تېرو ۱۰ ورځو کې د ۴۰۰۰ ټپیانو درملنه شوې


د ‎سره صلیب د نړیوالې کمېټې یو روغتون په هرات کې
د ‎سره صلیب د نړیوالې کمېټې یو روغتون په هرات کې

د ‎سره صلیب نړیوالې کمېټې یا 'ای.سي.ار.سي' د سې شنبې (د زمري ۱۹مه) په ورځ د جګړو له امله د هغو ملکي وګړو په اړه راپور خپور کړی چې په تېرو لسو ورځو کې ټپیان شوي او د دغې کمېټې په روغتونونو کې یې درملنه شوې.

‎په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د مرکزي استازولۍ ویاندې رویا موسوي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې یوازې د اګسټ له لومړۍ نېټې راهیسې تر نننه له څلور زرو زیات ملکي وګړي، په جګړو کې ټپیان شوي دي.

موسوي زیاته کړه: "د اګسټ میاشتې له پیله تر دې دمه له څلور زرو زیات د جګړو ټپیان د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ملاتړ روغتیایي مرکزونو کې تر درملنې لاندې نیول شوي، د کندز، لښکر ګاه، کندهار او د هېواد د نورو ولایتونو په ښارونو او سیمو کې د جګړو په زور اخېستلو سره سلګونه زره خلک له ګواښ سره مخ دي، د سره صلیب نړیواله کمېټه د بشر پالنې د یو بنسټ په توګه د جګړو له ښکېلو خواوو غواړي چې له زغمه کار واخلي، د ملکیانو ملاتړ، د عامه تاسیساتو لکه د روغتونونو د ساتنې او هغه زیانونه چې د جګړو له امله په عامه ځایونو کې رامنځته کېږي، په نظر کې ونیسي."

‎د دغې کمېټې نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې 'جګړه د کندز، لښکرګاه، کندهار او د افغانستان د نورو ښارونو په مرکزونو او شااوخوا سیمو کې سخته شوې او زرګونه ملکي وګړي یې له ګواښ سره مخامخ کړي.'

‎'ای.سي.ار.سي' یوازې په لسو ورځو کې په دې کچه د ټپیانو شمېر ته په کتو ویلي چې دا د تاوتریخوالي شدت ښيي.

‎په افغانستان کې د 'ای.سي.ار.سي' د مرکزي نمایندګۍ مشر ایلوا فیلیون دغې خبرپاڼه کې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي: "کورونه ویجاړیږي، روغتیایي کارکوونکي او ناروغان په خطر کې دي، روغتونونه او همدارنګه د اوبو او برښنا تاسیسات زیانمنېږي. په ښارونو کې د چاودېدونکو وسلې کارونه له اصلي موخو هاخوا پر ملکي وګړو بې توپیره او بدې اغېزې لري. ډېری کورنۍ بله هېڅ لاره نه لري مګر دا چې خوندي ځایونو ته وتښتي. دا وضعیت باید پای ته ورسېږي."

د یوه ماشوم درملنه کیږي
د یوه ماشوم درملنه کیږي

‎د دغې کمېټې د چارواکو په حواله دوی یوازې په تېر جولای میاشتې کې تر ۱۳۰۰۰ ملکي ټپیانو سره مرستې کړې او روغتیایي خدمتونه یې ور رسولي دي.

‎په دې راپور کې یوازې د څو مشخصو ولایتونو نه یوازې د هغو ټپیانو شمېر ورکړل شوی چې د سره صلیب په ملاتړ روغتونونو کې یې درملنې شوي، خو دا چې ټولو ولایتونو کې د ټپیانو شمېر څومره دی او هغوی چې په یادو ولایتونو کې هم د سره صلیب په روغتونونو کې نه بلکې په نورو کې یې درملنه شوې شمېر یې څومره دی، جزییات نه دي ورکړل شوي.

دا هم نه دي ویل شوي چې په یاد شمېر ټپیانو کې څومره یې ښځې، څومره ماشومان او څومره نارینه دي؟ دغه شان دا چې څومره ملکي وګړي وژل شوي هم په اړه یې معلومات نه ده شریک شوي.

‎خو وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون راپور ورکړی و چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي تلفاتو کچه ۸۰ سلنه لوړه شوې ده.

دغه کمېسیون په یو راپور کې ویلي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۷۷ ملکیان وژل شوي او ۳۶۴۴ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې په وژل شوېو کې ۱۵۴ ښځې هم شاملي دي او ۱۷۱ نورې ټپیانې شوي دي.

همدارنګه په دې کې ۳۳۷ ماشومان هم شامل دي او ۱۰۸۳ نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې په وژل شوېو کې ۱۵۴ ښځې هم شاملي دي
د راپور له مخې په وژل شوېو کې ۱۵۴ ښځې هم شاملي دي

‎که څه هم افغان حکومت او طالبانو د سره صلیب نړیوالې کمېټې د دغه خبرپاڼې په اړه څه نه دي ویلي، خو وړاندې جمهور رییس محمد اشرف غني تل امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د ملکیانو د ژوند خوندیتوب دې خپل لومړیتوب وګرځوي.

‎همدارنګه طالب ویاندویانو هم ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره په خبرو کې وړاندې د ملکیانو د خوندیتوب په اړه ژمنې کړې وې.

‎دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو درېیو میاشتو کې د افغانستان اکثره ولایتونو او سیمو کې خلک د افغان امنیتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ د شدیدو نښتو شاهدان دي چې ‌‌‌‌‌‌ډېری خلک د مالي او ځاني زیانونو ترڅنګ له خپلو مېنو بې ځایه کېدو ته هم اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG