د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۲

پنټاګون: پر ډیورند د سخت‌دريځو خوندي ځایونه افغانستان کې د ناامنۍ اصلي لامل دي


د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې پاکستاني پوځیان
د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې پاکستاني پوځیان

د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د سخت‌دريځو خوندي ځایونه په افغانستان کې د ناامنۍ او بې‌ثباتۍ اصلي لامل دي.

د دغه وزارت ویاند جان کربي د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۱۹» په پنټاګون کې خبریالانو ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا د سخت‌دريځو دغه خوندي ځایونه څاري او په اړه‌یې د پاکستان له مشرتابه سره په خبرو بوخته ده.

ښاغلی کربي وايي: "خوندي ځایونه په افغانستان کې د بې‌ثباتۍ او ناامنۍ یوازنۍ سرچینه دي. موږ له پاکستاني مشرانو سره د دې موضوع د مطرح کولو لپاره له محافظه‌کارۍ څخه کار نه‌دی اخیستی. له دې هم خبر یو چې پاکستان او خلک‌یې د ترورېستي فعالیتونو قرباني دي چې له همدې سیمې سرچینه اخلي، نو موږ ټول مشترک احساس لرو او مهمه ده چې دا پناه ځایونه وتړل شي او طالبان او ګڼ نورې ترورېستي ډلې يې ونه‌کاروي."

د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند جان کربي
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویاند جان کربي

امریکا په داسې حال کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ترورېستانو د پناه ځایونو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې په دې وروستیو کې پر اسلام‌اباد د افغان چارواکو او وګړو انتقادونه زیات شوي دي.

دوی پاکستان په افغانستان کې د طالبانو د روانې جګړې ملاتړی او ناامنۍ اصلي سرچینه ګڼي.

په تېرو څو ورځو کې زرګونه افغانانو پر ټولنیزو شبکو لکه فېس‌بوک او ټويټر د افغانستان په جګړه کې د پاکستان د رول پر وړاندې کمپاین پیل کړی دی.

ګڼو کسانو د «SanctionPakistan#» په هشټګ کارولو سره له ملګرو ملتونو وغوښتل چې پر پاکستان دې بندیزونه ولګوي.

پاکستان بیا بیا ویلي چې له طالبانو سره تماسونه‌یې د سولې د مذاکراتو د تسهیل په خاطر دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر مخکې ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې هر ډول تاوتریخوالی غندي او له ټولو لورو غواړي چې خبرو ته ژمن پاته شي.

قریشي همداراز د دوشنبې په ورځ (د اګسټ په نهمه نېټه) وویل چې هېواد یې باید د نورو د ناکامۍ لپاره مسئول ونه‌ګڼل شي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو شمېر ښارونه د طالبانو لاسته لوېدلي دي او په یو شمېر مواردو کې له مقاومت پرته د سیمو د سقوط راپورونه ورکړل شوي دي.

په واشنګټن کې د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون وویل چې افغانستان پیاوړی هوايي او ځمکنی ځواک لري چې کولای شي د دې هېواد دفاع وکړي.

یوه خبریال له کربي پوښتنه وکړه چې د افغان ځواکونو د پياوړتیا په اړه څه شواهد لري؟

ده په ځواب کې وویل: "شواهد لرم چې په افغانستان کې تر ۳۰۰ زره زیات سرتېري او پولیس شته. دوی مجهز هوايي ځواک لري چې د پياوړتیا لپاره به‌يې زموږ ملاتړ دوام وکړي. افغانان عصري تجهیزات او سازمان شوي تشکیلات لري. داسې اسانتیاوې لري چې طالبان‌یې نه‌لري. طالبان هوايي قواوې نه‌لري او وخت رارسېدلی چې افغانان له دغو اسانتیاوو ګټه پورته کړي."

د هلمند لښکرګاه کې د طالبانو ضد د افغان ځانګړو ځواکونو جګړه
د هلمند لښکرګاه کې د طالبانو ضد د افغان ځانګړو ځواکونو جګړه

د امریکا دفاع وزارت ویاند همداراز وویل چې په افغانستان کې وضعیت سمې خوا ته نه‌دی روان او امریکا د دې وضعیت په اړه اندېښنه لري.

په افغانستان کې د ناامنیو کچه هغه مهال لوړه شوه چې امریکايي او ناټو ځواکونو د مې میاشتې په لومړیو کې له افغانستانه په بشپړه توګه وتل پیل کړل.

XS
SM
MD
LG