د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

افغانستان کې له جګړو سره-سره دوحه کې سبا پر سولې غونډه جوړیږي


دوحه کې د طالبانو سیاسي استازي
دوحه کې د طالبانو سیاسي استازي

که څه هم په افغانستان د جګړو لمن پراخه شوې او طالبانو پر ښارونو بریدونه پیل کړي، خو له دې ټولو سره-سره، بیا هم د سولې لپاره هڅې روانې دي.

د همدې هڅو په دوام تمه ده چې سبا د قطر په پلازمېنه دوحه کې، د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ هېوادونو ځانګړي استازي، د افغان حکومت او طالبانو په ګډون د افغانستان د سولې په اړه غونډه وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دا غونډه به د اګسټ له لسمې تر دوولسمې دوام وکړي.

په دې غونډه کې د ګډون په موخه، د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، د افغانستان د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی او د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري نن دوشنبه (د زمري ۱۸مه) دوحې ته ځي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي، دا ناسته د قطر په کوربه توب او د امریکا او ملګرو ملتونو په همکارۍ جوړېږي: "د دې ناستې موخه د افغانستان د سولې برخه کې د دې همکارو هېوادونو همغږي، د سولې پروسې چټکتیا او د تاوتریخوالي درېدل دي."

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

د افغانستان د سولې په اړه په دې جوړېدونکې غونډه کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ځانګړي استازي هم ګډون کوي، خو طالبان بیا وايي، تر راتلونکو ساعتونو به دې غونډه کې د ګډون پرېکړه وکړي.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې لیکلي، تر راتلونکو ساعتونو به وروستۍ او یقیني معلومات له ازادي راډیو سره شریک کړي.

په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه داسې مهال دا غونډه جوړېږي چې په ټولنیزو رسنیو کې بیا د جګړې د زیاتېدو سره هم‌مهاله، قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړل کېدو غوښتنه د یوه کمپاین په شکل مطرح شوې ده.

د دې ترخوا د جګړو زیاتېدو دا خبرې هم تر سیوري لاندې راوستی او په وروستیو کې د افغان حکومت دریځ هم د هغې جګړې ضد جګړه ده چې په وینا پر دوی تپل شوې ده.

د همدې لپاره نن جمهور رییس غني له یو شمېر سیاسي او جهادي مشرانو سره هم لیدلي دي.

جمهوري ریاست وايي، دې لیدنه کې د افغان ځواکونو او جمهوریت د بقا او دوام د ملاتړ ترڅنګ، د ولسي پاڅون کوونکو د پیاوړتیا او تجهیز په اړه پرېکړه شوې ده.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال محمد امیري وايي: "نن جمهور رییس له سیاسي او جهادي مشرانو سره ولیدل. په دې لیدنه کې سیاسي او جهادي مشرانو د نظام او امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ ترڅنګ، د امنیتي ځواکونو تر چتر لاندې د ولسي پاڅون کوونکو د انسجام او تجهیز او د دښمنانو د ځپلو په اړه بحث او پرېکړې وکړې."

د جمهوري ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په دې غونډه کې د جمهور رییس د دویم مرستیال سرور دانش په ګډون، د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، مارشال عبدالرشید دوستم، کریم خلیلي، محمد محقق، د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني او د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم‌یار ګډون کړی وو.

دې غونډه کې داسې مهال د ولسي پاڅون کوونکو د انسجام او تجهیز پرېکړه کېږي چې طالبانو د پنځو ښارونو د نیول کېدو دعوه کړې، خو حکومت وايي، دې ښارونو کې له دوی سره مقاومت روان دی.

روانې جګړې بیا د سولې پر بهیر هم اغېز کړی او تر ډېره افغانان په قطر کې د سولې په روانو خبرې بې‌باوره کړي دي، خو دا چې د سولې په اړه سبانۍ غونډه به پایله ولري او که نه، هغه پوښتنه چې ځواب یې لا روښانه نه دی.

XS
SM
MD
LG