د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

لښکرګاه کې جګړې ټلوېزیوني او راډیویي خپرونې درولي


ارشیف، د هلمند له ځینو اوسېدونکو سره د ازادي راډیو ځانګړې راډیوګانې
ارشیف، د هلمند له ځینو اوسېدونکو سره د ازادي راډیو ځانګړې راډیوګانې

د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې، نی استازی وایي چې لښکرګاه کې ۱۰ راډیوګانو او څلورو ټلوېزیونونو نن دوشنبه خپلې خپرونې درولې دي.

عزت‌الله غیرتمل ازادي راډيو ته وویل، معلومات‌یې ښيي چې د دغو رسنیو کارکوونکي له دفترونو وتلي او خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.

په لښکرګاه کې طالبانو نن سهار یو ځل بیا شدیده جګړه پيل کړه چې د روېټرز خبري اژانس په استناد چټک پرمختګ‌یې کړی دی.

د هلمند والي محمد ولي علیزي ازادي راډیو ته وویل چې جګړه شدیده، خو مهارېدونکې ده.

د هلمند والي محمد ولي علیزی
د هلمند والي محمد ولي علیزی

ده وویل، جګړه د حوزو په شااوخوا کې ده او په خبره‌یې طالبانو د پاکستان په ملاتړ ډېره هڅه پیل کړې چې ښار ونیسي.

عليزي زیاته کړه چې تازه دمه ځواکونه لښکرګاه ته ور رسېدلي او په خبره‌یې هڅه کوي چې ښار ته ورغلي طالبان کلابند کړي.

په لښکرګاه کې یوه ازاد خبریال عزیز احمد شفیع ازادي راډيو ته وویل چې جګړې سهار شدت درلود، غرمه مهال یو څه غلې، خو ماښام بیا ګړندۍ شوه.

دی وایي، طالبان د ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ څو سوه مترۍ ته نږدې شوي دي.

ارشیف، د هلمند لښکرګاه کې د افغان ځواکونو عملیات
ارشیف، د هلمند لښکرګاه کې د افغان ځواکونو عملیات

طالبانو هم د هلمند په جګړه کې د پرمختګ خبره کړې او ادعا یې کړې چې یو شمېر امنیتي ځواکونه ورسره یوځای شوي دي.

دا ادعا تر اوسه حکومتي چارواکو نه‌ده تأیید کړې.

XS
SM
MD
LG