د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، هرات او هلمند ته سلګونه ځانګړي ځواکونه رسېدلي، دا وروسته له هغې چې په دغو ولایتونو کې جګړې شدیدې شوې.
هاخوا پر هرات، کندهار او لښکرګاه د طالبانو له بریدونو وروسته، کورنیو چارو وزارت په کابل کې د پولیسو ۳ رېزرف عملیاتي کنډکونه جوړ کړي دي.
د ازادي راډیو خبریال له افغان خبریال او د افغان سوله څار حرکت له مشر، حبیب خان څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې:
په ښارونو کې د جګړې شدت ولې ورځ په ورځ زیاتېږي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اوریدلی شئ: