د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

چارواکي: د هرات، کندهار، هلمند او تخار پر مرکزونو حملې په شا تمبول شوي


افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال
افغان امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال

وسله والو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هرات، کندهار، هلمند او تخار ولایتونو پر مرکزونو خپلو حملو ته زور ورکړ.

  • پر هرات حملې

هرات ښار ته څېرمه پر ګذرې او کُرخ ولسوالیو د طالبانو حملو یو ځل بیا د دې ښار په خلکو کې وېره او ترهه خپره کړه.

د ګذرې او کُرخ ولسوالیو له سقوط وروسته طالب وسله والو د هرات ښار لوري ته مخه کړه.

د هېواد په لویدیځ کې د ازادي راډیو خبریال د سیمه ییزو چارواکو او د خلکو د استازو په حواله راپور ورکوي چې د هرات ولایت له ۱۹ ولسوالیو څخه اوس یوازې انجیل ولسوالۍ د دولت په ولکه کې ده.

د هرات د ولایتي شورا غړي وکیل احمدکُرخي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حملو وروسته د خلکو د وېرې په اړه خبرې وکړې: "د هرات وضعیت ډېر خراب دی. خلک ډېر اندېښمن دي او حق هم لري. خلک نور نو امنیتي ځواکونو ته هېڅ هیله من نه دي او باور او اطمینان نه پرې لري."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې ګذره او انجیل او همدا راز د هرات ښار شااوخوا سیمې یو ځل بیا له طالبانو څخه تصفیه شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا دواړه ولسوالۍ په بشپړ ډول د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دي. د ښار شااوخوا سیمې له طالبانو څخه پاکې شوې. لسګونه کلي او ساحې د طالبانو له وجوده تصفیه شوې، ډېره سخته ماتې یې وخوړه. دقیق ارقام دا دي چې تلفات یې فوق العاده زیات دي. د انجیل او ګذرې ولسوالۍ چې د ښار لارې دي او ښار ته نژدې دي اوس په بشپړ ډول زموږ په ولکه کې دي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي وايي د هرات دواړه ولسوالۍ انجیل او ګذره په بشپړ ډول د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي وايي د هرات دواړه ولسوالۍ انجیل او ګذره په بشپړ ډول د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دي.

د ګذرې ولسوالۍ د بېرته نیولو او د هرات ښار د شااوخوا سیمو د تصفيې ادعا تراوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې.

د هرات ښار په شااوخوا سیمو کې د نښتو په ترڅ کې پرون- جمعه د زمري په اتمه نېټه د ملګرو ملتونو ساحوي دفتر په یوه برید کې په نښه شو چې په نتیجه کې یې د دې دفتر یو ساتونکی ووژل شو او دوه نور سرتېري ټپیان شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر- یوناما دا برید په کلکه غندلی او په یوه بیان کې یې ویلي، د دولتي ځواکونو او طالبانو جګړه په هغه سیمه کې شوې ده چې د ملګرو ملتونو حوزوي دفتر په کې دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز په یوه بیان کې ویلي دي چې دا حمله خواشینوونکې ده او دا یې په سختو ټکو غندي.

پر هرات سربېره د هلمند، کندهار او تخار ولایتونو اوسېدونکو هم د جمعې ورځ په وېره او اندېښنه کې تېره کړه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز ویلي، هرات کې د یوناما پر دفتر حمله خواشینوونکې ده
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډیبرا لاینز ویلي، هرات کې د یوناما پر دفتر حمله خواشینوونکې ده
  • هلمند کې تازه نښتې

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هم سخته جګړه روانه وه او له کندهاره هم د طالبانو په لاس د دولتي ځواکونو د څو پوستو د سقوط راپورونه ورکړل شول.

  • د تخار حالت

همدا راز د تخار ولایت پر مرکز تالقان ښار هم د طالبانو د تهاجمي حملو راپورونه ورکړل شو چې د چارواکو په وینا په شا تمبول شوي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان پرون ماښام له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه جزییات ورکړل: "افغان امنیتي دفاعي ځواکونو په هرات، کندهار، هلمند او تخار کې د طالبانو حملې له درنې ماتې سره مخ کړې. د هرات په لمنو کې د طالبانو بریدونو ته سخته ماته ورکړل شوه. همدا راز د تخار ولایت مرکز تالقان ښار ته نژدې پراخې سیمې له طالبانو تصفیه شوې. د کندهار په شااوخوا سیمو کې هم افغان دفاعي امنیتي ځواکونو خپل تهاجمي عملیات پیل کړي دي. انشاالله په وضعیت کې به ښېګڼه راشي."

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وویل، افغان امنیتي دفاعي ځواکونو په هرات، کندهار، هلمند او تخار کې د طالبانو حملې له درنې ماتې سره مخ کړې
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وویل، افغان امنیتي دفاعي ځواکونو په هرات، کندهار، هلمند او تخار کې د طالبانو حملې له درنې ماتې سره مخ کړې

په همدې حال کې په افغانستان کې د جګړو د سختېدو په اړه چې اصلي زیات بار یې د ملکي وګړو پر اوږو دی، اندېښنې په زیاتېدو دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما په یوه نوي راپور کې ویلي دي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات د تېر کال د همدې مودې پرتله په سلو کې ۴۷ زیات شوي دي.

د دې جګړو له کبله پر درنو تلفاتو سربېره د کورنیو بې ځایه شوېو شمېر هم د روان ۱۴۰۰ کال له پیله د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت په وینا ۴۲ زره کورنیو ته لوړ شوی. د دې وزارت د اټکل له مخې په دې موده کې د کورنیو بې ځایه شوېو ټوله شمېر شااوخوا درې لکه کسانو ته رسېدلی دی.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG